ژباړه: پلوشه فضلي
آیا کله سپي داړلي یاست؟ که چېري تاسي پر لاره یوازي روان یاست او یوناڅاپه قهرېدلی سپی ستاسي پر خوا راوځغلي؛ نو تاسي به څه وکړئ؟ په نننۍ لیکنه کي په دې اړه پر مشورو درسره بحث کوو:
سپی هم د نورو خطرناکو حیواناتو څخه یو دی او د افغانستان په څېر نورو هیوادونو کي هم د سپي حملې یو معمول دی او زیاتره وخت داسي حملې خطرناکي ثابتېږي. خو بیا هم یو سپی د حملې په نیت ستاسي پر خوا حرکت درکوي، نو د پوهانو په دې مشورو باندي عمل وکړئ:
– په خندا سره د سپي د غوسې ختمولو کوښښ مه کوئ
خندا په انسانانو کي د دوستانه اړیکو جوړولو له پاره ده، خو سپیانو ته بیا دا کار د مخالفت کولو په معنا دی. ځکه سپی داسي فکر کوي چي تاسي ورته د غاښو (داړو) په ښکاره کولو سره ته چېلینج ورکوئ.
– وهم مه اخلئ
په داسي حال کښي چي سپی دي پر خوا راځغلي، نو آرام یا چوپ پاتېدل د انسان له پاره سخت کار دی، خو نارې وهل، یوې بلي خوا ته لاسونه غورځول او یا ځغستل حالات نور پسې خرابوي. ځکه په داسي حال کښي سپی تا خپل ښکار بولي او حمله درباندي کوي.
– هیڅکله سپي ته په رډو (راایستلو) سترګو مه ګورئ
سپي ته په رډو سترګو کتل د هغه غوسه لازیاتوي. په حقیقت کي سپی دا حالت د ځان له پاره خطر ګڼي او پر تاسي حمله کوي. سپی په نظر کي وساتئ او هغه ته له مخامخ کتلو څخه ډډه وکړئ. په دې سره، سپی داسي احساسوي چي تاسي د هغه له پاره خطر نه یاست او خپله لاره بدلوي.
– د سپي توجه واړوئ
ستاسي په لاس کي هرشی په داسي وخت کي ستاسي سره مرسته کوي. کله چي سپی په تېزۍ سره ستاسي لور ته رانژدې سي، نو د ځان ژغورني له پاره خپل بوټان، پټو یا بل هرشی چي ستاسي په لاس کي وي – د سپي په خوله کي ورکړئ او یا یې هم هاخوا ورته وغورځوئ چي د سپي توجه ستاسي څخه واوړي. ځکه سپی اول هغه شي ته خپل پام اړوي او تاسي ته به له هغه ځایه د پښو سپکولو موکې برابره سي.
– له ټوکر څخه په استفادې سره ځان وژغورئ
پر سپي باندي نارې مه وهئ چي: ومي ژغورئ او یا نوري نارې ووهئ. په دې کار سره د سپي غوسه نوره هم زیاتوئ. که پټو لرئ یا بل شی نو د ځان او سپي ترمنځ یې راوړئ او د سپي پر مخ یې ور واچوئ.
– خپل طاقت مو وکاروئ
که سپی بېخي ډېر د حملې خوا ته نژدې سو، نو اول د خپلو خاصو بدني غړیو ساتنه وکړئ او بیا په زور سره سپی له ځانه لېري کړئ. ځکه په داسي وخت کي، سپی یوازي خوراک کوي او جنګ نسي کولای. که تاسي هم په دې اړه کومي مشورې یا نظر لرئ نو د خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ.