هغه مهم فلمونه چې کرينا کپور رد کړيدي

رنګین تجريدي ډیزاین

کرينا کپور خان د باليووډ سېنما يو له ښايستو او پياوړو اداکارانو څخه ده.

د کرينا کپور د نامه سره هغه مهال د خان تخلص ور اظافه سو چې د سيف علي خان سره يې واده وکړ.

کرينا کپور جذابه څېره لري لاهم په باليووډ کې ښه رول لري خو خور يې کريشما کپور اوس باليووډ ترک وهلی دی خو بياهم ځينو پروګرامونو کې ګډون کوي.

کرينا د خپل مسلک په دوران کې ځيني ډېر مهم فلمونه رد کړي دي او پرځای يې نوري ښځينه اداکاراني انتخاب سوي دي،د فلمي نړۍ متخصصين او پوهان وايي که چېرې دې دا فلمونه نه وای رد کړي اوس به يې د باليووډ د ملکې لقب درلودای.

کل هوناهو ،ديوداس ،رام ليلا ،دل دړکنې دو،چنای اکسپريس،هم دل دې چکې سنم،کهونا پيار هې،بلک،کوين، فيشن، دا هغه فلمونه دي چې په لومړي ځل يې د رول غوښتنه کرينا کپورخان ته سوې وه خو ددې يې کيسې نه وې خوښي سوي نو ځکه يې پرځای نورې ښځينه اداکارانې انتخاب سولې.

دې د کهونا پيار هې فلم پرځای د ابيشک بچن سره د ريفوجي فلم کې رول ولوبوی،پداسې حال کې چې کهونا پيار هې فلم د شاهرخ خان له لورې هم رد سوی وو،بياهم بلاک باسټر سو او ريفوجي فلم ناکام سو.

همدارنګه د کل هوناهو فلم يې هم رد کړ او پرځای يې د ريتيک روشن سره په می پرېم ديواني هو فلم جوړ کړ چې د خلکو د خوښۍ وړ ونه ګرځېدی.

دې يوازي د باليووډ سېنما د مشهور او تکړه ډايريکټر سنجی ليلا بنسالي څلور فلمونه رد کړي نو ځکه کرينا يوه له هغو اداکارانو څخه ده چې په انتخاب کې ډېره کمزورې ده او ډېر کله يې ناسم فلمونه خوښ کړيدي.

ددې پلار رندير کپور او مور يې بابيتا هم په باليووډ سېنما کې اداکاران تېر سوي دي.

کرينا کپور او س مهال ۴۰ کلنه ده ،په ۲۰۱۲ز کې يې د سيف علي خان سره واده وکړ او د تيمور علي خان په نامه زوی لري.