دا ډول بحث و مشاجره به مو اندېښمن نه کړي!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
جروبحث و مشاجرې معمولاً ځواني جوړې اندېښمنوي. په ځانګړي ډول بیا کله چي د نامزادۍ په دوران کي وي، دا ډول جروبحثونه سبب کېږي چي د خپلي راتلونکي اړیکي و واده په اړه اندېښمن اوسي. خو آیا هر ډول جروبحث اندېښمنوونکی وي؟
د ټولو جوړو ترمنځ جروبحثونه وي. تصادافاً هغه جوړې چي جنګ و دعوای نه کوي، معالجه کوونکي ئې زیات اندېښمنوونکي بولي او دا ډول جوړو د طلاق پېښو کچه نسبتاً هغو ته چي یو له بل سره جروبحث و مشاجره کوي، زیاته ده. یوه مسله چي سبب کېږي د اړیکي له پاره د خطر زنګ و اوسي، بې تفاوتي ده خو جروبحث چي څومره تفاهم و توافق ته په رسېدو کي مرستندوی دئ او د نارینه وو او ښځینه وو تفاوتونو ته په پام سره طبیعي دئ، که تر خپل حد زیات سي، بیا لکه د اطاق فاسده و بېکاره هوا نه پرېږدي چي په کور کي د خوشحالۍ ساه واخلئ. نو پرته له دې چي ددې مشکل په اړه اندېښمن سئ او ګومان وکړئ چي ستاسي اړیکه مشکل لري، پر دې فکر وکړئ چي څنګه باید له حدودو تېری ونه کړئ، ولي چي تر هغه لاندي هم جروبحث ستاسو له پاره چي تازه یو د بل ژوند ته راغلي یاست، کوم عجیب کار نه دئ، خو د بریالیو و نابریالیو جوړو تفاوت ددې ډول جروبحثونو د مدیریت په څرنګوالي و ډول کي دئ.
له خطره خلاصي شخړي
له خښم و توهینه خلاصي شخړي اړیکي نه زیانمنوي. بریالۍ جوړې یو له بله د مثبتو خبرو اترو روش انتخابوي. دا جوړې همېشه د خپل عصبانیت و غُسې کچه په کښته ترینه درجه کي کنټرولوي او دوئ زده کړي دي چي له عبارتونو په خورا نرمۍ و ملایمت سره استفاده وکړي او د یو او بل له توهین و تحقیره پرهېز کوي. همدارنګه دا ډول جوړو د خښم و عصبانیت د کنټرول روش هم په خورا ښه ډول زده کړی دئ؛ د توافقاتو نشتون زغمي و مني. خوشحالو او د سالم اړیکو جوړو په خورا ښه ډول زده کړي دي چي څنګه د توافقاتو نشتون ومني، د خپلو تفاوتونو په باره کي محترمانه و مودبانه جروبحث وکړي او څنګه ځانونه کنټرول کړي. که تاسي هم غواړئ چي بریالي د ژوند ملګري اوسئ باید د دوئ په رقم عمل وکړئ. بحث کول حتا د زیاتي پېژندني و بلدتیا سره هم مرسته کوي په دې شرط چي په هیڅ وجه د خپلي خبري په ثبوتولو پسې ونه اوسئ.
که زیات جروبحث کوئ
که د پېژندني و شناخت په مرحله کي یاست، بحث کول په دې مرحله کي طبیعي دي. خو شخړه و دعوای نه، که د نامزادۍ په مرحله کي یاست شوني دي ځیني وخت دعوای رامنځته سي خو دا بحثونه باید مخرب و زیان اړوونکي ونه اوسي. هرکله چي د نامزادۍ په مرحله کي بحث زیات و د خښم و غسې سره مل وي، خطرناک دئ. که مو یو له بل سره واده کړی وي او تر یوه چتر لاندي ژوند کوئ باید پوه سئ چي ارواپوهان په دې باور دي چي د ګډ ژوند لومړني پنځه کلونه، له جنګ و جدله هغه ډک ترین دوران دئ چي تاسي تېر کړی دئ او لومړی کال بیا له دې ټولو هم زیات له جنګ و جدله ډک دئ. د واده په لومړي کال کي تاسي د یو او بل پېژندلو په حال کي یاست او له بله اړخه، تر يوه چتر لاندي د ځان او د ژوند د ملګري نوې څېره مو وینئ او همدا هرڅه جنګونه، سوء تفاهمونه و اندېښنې زیاتوي.
حساس سئ!
څه وخت باید بحثونه جدي ونیسئ او هغوی په خپله دوه نفریزه اړیکه کي خطر وګڼئ؟ که ستاسي په ژوند کي تر مثبتو و خوشحالوونکو پېښو و لحظو زیاتي ناخوښي و خپه کوونکي هغوی رامنځ ته کېږي، دا جدی خبر دئ چي باید د خپلو غلطیو و نيمګړتیاوو په رفع کولو پسې سئ. په یوه عادلانه فضاء کي چي په هیڅ وجهه د مقابل طرف په پړ ګڼلو پسې نه وي او د رغوونکو خبرو اترو د اصولو په رعایتولو سره، بررسي وکړئ چي ستاسي څخه هر یوه باید د مقابل طرف له پاره یا پر وړاندي کوم کارونه کړي وای چي د هغوی په ترسره کولو کي مو غفلت کړی دئ. بررسي وکړئ او وګورئ چي له یوه و بل څخه د حمایت له پاره او د ناخوښو کړنو په مقابل کي باید کوم اقدامات وکړئ او کوشش وکړئ چي د خپل ژوند راتلونکی دوران له تېر څخه په درس و پند اخیستلو او د خپلو ناسمو کړنو و عملکردونو په رفع کولو سره، په بهترین شکل و ډول شونی کړئ.
دا ډول جروبحث و دعوه وکړئ
بریالۍ جوړې، خپلي شخړي و جروبحثونه د درک – درک په روش سره پای ته رسوي. بېلابېلي لاري سته چي کولای سي يوه مشاجره و شخړه په مثبتو عباراتو سره پای ته ورسوي. په ټولییز ډول سالمي جوړې، جروبحثونه کوي خو د دوئ شخړي و جروبحثونه د دوئ له کنټروله نه وزي او په يوه نېکمرغه و خوشحالوونکی پای سره خلاصېږي. داسي چي بیاځلي د یو و بل خوا ته ورګرځي او بیا هم یو د بل خوښوونکي و ورسره مینه کوونکي دي.
که غواړئ چي تاسي هم د بریالیو جوړو په رقم عمل وکړئ باید پام وکړئ چي که په جروبحث کي خستګي و ستړیا هم رامنځ ته کېږي، خپله خستګي و ستړیا مو اوږدوئ مه او ډېر ژر خپل لومړني حالت ته راوګرځئ. په بحث کولو کي اندېښنې ته ځای نسته خو له حده وتل کولای سي چي ستاسي اړیکي ته زیان واړوي.