لیکنه: مریم محمدي
د هر څه انسان دا هڅه وي چې روغتیا یې ښه وي، خو یو نیم وخت خپلې روغتیا ته د نه پاملرنې له امله په یوشمېر ناروغیو اخته کیږي، چې هر ناروغۍ خپل لامل لري. نن درته په دې خبرې کوو چې د نس ناستې ناروغۍ لاملونه څه دي، او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره څه کول په کار دي؟
۱- نس ناستی څه ته وایي؟
نس ناستی يوه ميکروبي ناروغي ده، چې د هوا له ګرمېدو سره سم د کم عمر لرونکي ماشومان د كورنۍ بې پروايۍ له امله پرې اخته کيږي.
همدا رنګه نس ناستى يوه داسې ناروغي ده چې لویان هم له ګرځیدو باسي خو ماشومان د مرګ د خطرسره مخ کوي.
۲- د نس ناستي د ناروغۍ نښې نښانې:
ډاکټران وايي چې په نس ناستي اخته ناروغ په دوو ساعتونو کې (٢٧) ځله تشناب ته ځي.
روغتيايي کارپوهان وايي، که چېرې په توده هوا کې يو ماشوم له درې ځلې يا ترهغې زيات استفراغ وکړ يا يې نس خراب و، پدې ناروغۍ اخته ګڼل کيږي.
همدارنګه د سترګو لوېدلو، د بدن کمزورۍ، د پوستکي ژېړېدلو، د نس درد او د خولې او ژبې وچېدلو یو له هغو نښو دي چې کولای شئ په مرسته یې په دې پوه شئ چې ماشوم مو په یاده ناروغۍ اخته شوی.
۳- په نس ناستي د اخته کېدو لامل څه دی؟
په نس ناستي ناروغۍ لوی لامل د چټليو شتون او د مکروبونو ډېروالی دی.
همدارنګه د څاګانو د سرونو لوڅوالی او مچانو ډېرښت له يوه ځايه بل ځای ته د مکروبونو د لېږلو ډېره ښه وسيله ده چې، په نتيجه کې يې دنس ناستي ناروغۍ ډېرېږي.
هغه کسان، چې د خپلو ماشومانو خوړو، څښاک، چاپېريال اود هغه د ځان پاکوالي ته پاملرنه ونکړي، ماشومان يې ډېر په نس ناستي اخته کيږي.
د دې سربیره د ناپاکي اوبه، ځنډني خواړه، روغتيا ته پام نه کول او د چاپېريال ککړتيا هم د نس ناستي لامل ګرځي.
۴- په نس ناستي اخته ناروغ سره څه کول په کار دي؟
ډاکتران وايي په نس ناستي اخته ماشومانوته د جوس، هندواڼې او خوږو شيانوورکول زیان رسوي، د دې پرځای دې يې ناروغ ته آو.آر. اس يا هم اړوب ورکړل شي.
په نس ناستي اخته ماشوم دې ژر روغتون ته ورسول شي، ځکه د بدن د اوبو او انرژۍ د ضايع د کېدوپه صورت کې ماشوم د مرګ له ګواښ سره مخ کيږي.
په نس ناستي اخته شخص ته دې مايعات او نرم خواړه لکه: پاکې اېشېدلې سړې اوبه، د وريجو اوبه او د ترکارۍ ښوروا ورکړل شي.
هغه کورنۍ، چې په آسانۍ نشي کولای دارو او ډاکتر ته خپل ماشوم ورسوي، کولای شي په څلور ګېلاسو اوبو کې څلور کاچوغې بوره او نيمه کاچوغه مالګه ګډه کړي او ماشوم ته په لنډو وقفو ورکړي.
ځينې خلک د نس ناستي پر مهال پر خپل سر په درملنه لاس پورې کوي او له ډېرو ګټورو خوړو ډډه کوي.
ډاکتران لارښونه کوي چې، د دغې ناروغۍ پرمهال بايد ماشومانو ته زورور، ويټامين لرونکي او اوبلن خواړه ورکړل شي.
د دې تر څنګ دې ماشومانو ته د( او، ار، ايس ) ورکول هم ګټور دی.
دوی ټینګار کوي چې بايد ميندې د ( او، ار، ايس ) جوړولو او استعمال لارې چارې زده کړي.
ځکه چې دغه شيان په لومړي سرکې د انسان د وجود اوبه پوره کولای شي، خو بايد ناروغ ژر تر ژره ډاکټر او يا روغتيايي مرکز ته ورسول شي.
۵- د نس ناستي ناروغان څه ډول خوړه وخورئ:
– د اسهال ناروغ ته په کار دي چې له نرمو خوړو څخه ګټه پورته کړئ، لکه سوپ، وریجې، میوه او نور ځینې سبزیجات.
– تازه خواړه د اسهال مخنیوي کې ګټور دي، لکه وریجې، کیلې، مڼې، کچالو.
– هغه خواړه چې پروبیوټیک Probiotic کې شامل وي، لکه مستې هغه مستې چې له شیدو جوړې شوي وي او هیڅ رنګه کیمیاوي مواد ونلري.
– د سبزي سوپ د اسهال ناروغۍ تر څنګ نورو ډيرو ناروغیو ته ښه درمل دی، لکه زکام، سینه بغل او داسې نور…
خو په یاد ولرې چې د نس ناستي ناروغ لپاره له ګرمو خواړو نه منع شوې، لکه پیاز، هوګه، شیدې، خواږه، غوړ او تیزابي میوې، چې په هاضمه کې ستونزې جوړوي.
یادونه: هرکله چې د نس ناستې ناروغۍ پر مهال له بولو سره وینه موجوده وه، ناروغ زر تر زره روغتون ته ورسوئ.
لکه وړاندې چې یاد شول، اور ار ایس او ځیني نور درمل د ماشومانو د ملاتړ یا یونیسف ادارې له لورې هم وړیا ورکول کیږي، تر ډیره د یونیسف له لورې په ډیرو سیمو کې ورته ځانګړې پوستې جوړې شوي، باید حتماً ورته مراجع وکړئ.