ډیویلرز ولې نړیوال کرکټ ته نشو راستون؟ دلته پرې خبر شئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د څه مودې راهیسي راپورونه ورکول کېدل، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او بریدګر لوبغاړی ډیویلرز یوځلې بیا نړیوالو سیالیو ته راګرځي، خو سویلي افریقا د ویسټ انډیز او ایرلینډ پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې، چې پکې ډیویلرز شتون نه لري.

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې روزونکي مارک بوچر له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګنده کړه، چي ډیویلرز ولي په ۲۰۱۸م کال کې په ناڅاپه توګه د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه او ولي یې د بیرته راتګ فُرصت رد کړ.

مارک بوچر زیاته کړه:

«ډیویلیرز ونه غوښتل چې د یو داسي لوبغاړی ځای ونه نیسي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسي په ملي لوبډله کې لوبیږي. د هغه د نه راستنیدو علت همدا دی. ډیویلرز ددې لپاره دلیلونه لري چې باید زه یې درناوی وکړم، بدبختانه ډیویلرز نور نړیوال کرکټ ته نه راستنیږي، هغه د نورو لوبغاړو پر وړاندي ملې لوبډله کې ځان شاملولو ښه ونه بلل. زه د یوه روزونکي په توګه باید هڅه وکړم تر څو په ملې لوبډله کې غوره لوبغاړي وټاکم، ډیویلرز په هره برخه کي یو قوي لوبغاړی دی او موږ ورته اړتیا لرو، مګر زه د هغه دریځ او پرېکړي ته پوره احترام لرم اوس ددې وخت دی، چي مخته ولاړ سو.»

 

له نړیوال کرکټ سره د ډیویلرز مخه ښه

 

د نړۍ دې مخکښه توپوهونکي د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې په ناڅاپي ډول یوه ویډیو خپره کړه او پکې د یوې ناڅاپي پريکړي په کولو سره یې د هر ډول نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

ډیویلرز چي نړیوالو سیالیو کې یې په خپلو جالبو لوبو او شاټونو مینوال ډېر ځانته جلب کړي وه، پر یادي پرېکړي یې ډېر حیران کړل او ډېره خواشیني یې څرګنده کړه.

خو ډیویلرز په یاده ویډیو کي ویلې وه، چي نور ستړی شوی او دا مناسب وخت دی، چي د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړم.

 

په ملې لوبډله کي د ډیویلرز لوبې

 

ډیویلرز د ۲۰۰۴م کال څخه بیا تر ۲۰۱۸م کال پوري د سویلي افریقا هیواد په کرکټ ملې لوبډلې کې ولوبېد، چي د یادې لوبډلې لپاره یې ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ، ۷۸ شل اوریزه او ۱۴۱ بیا فرسټ کلاس لوبې کړې دي.

ډیویلرز په فرسټ کلاس لوبو کې ۸۷۶۵ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۵۷۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۱۶۷۲ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۱۰۶۸۹ منډې جوړې کړې دي.

شاوخوا پنځه کلونه وړاندې ډیویلرز په یو ورځنیو سیالیو کي تر ټولو لوبغاړو چټکه سلیزه ووهله او په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
ډیویلرز په خپل هېواد کې د ویسټ انډيز خلاف یوې لوبې کې یوازې په ۳۱ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې، چې دا د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو تر ټولو چټکه او تاریخې سلیزه ده.

۵ کاله مخکې په هماغه لوبه کې ډیویلرز په ۴۴ توپونو تيزې ۱۴۹ منډې وکړې، چې ۱۶ یې شپږیزې او ۹ یې بیا څلوریزې په کې ووهلې.