ژباړه: ملیحه ناصري
د پروفیسور لِن باورز په اند، درغلي هغه وخت شونې وي چې یو کس چل، دوکه، فرېب، دروغ او نورې لارې وکاروي، یا یو سړی وترهوي او خپله موخه ترې ترلاسه کړي.
ولې ځينې کسان درغلي کوي؟
ګڼ لاملونه یې شته چې یو کس درغلي وکړي، خو عمده دلیل یې د هغوی پر نفس نه باور یا کم باور دی چې نشي کولی مقابل لوری قانع کړي؛ نو هڅه کوي چې غلطې لارې وکاروي او خپلو موخو ته ځان پرې ورسوي. دکتور هریت بي بیکر په خپل یوه کتاب کې وايي چې درغلي کوونکي لاندې ځانګړنې لرلی شي:
- دوی چمتو دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره آن د نورو ګټې تر پښو لاندې کړي.
-
اړتیا لري چې خپلو اړیکو کې تل پر نورو برلاسي و اوسي (دا ښايي د دې لپاره وي چې پر نفس باور یې کمزوری وي.)
-
د دوی خوښېږي چې تل هر هغه څه کنټرول او وڅاري چې د دوی په چاپېریال کې دي، آن د نورو پر کړنو غواړي کنټرول ولري. که چېرې دغه کنټرول له دوی واخیستل شي، کېدای شي عصبي ستونزې ورته پیدا شي.
د درغلي کوونکي کس د پېژندلو لارې
درغلي کوونکي کسان اکثراً ډېر هوښیار وي. هغوی په درغلي کې خورا مهارت لري، نو په لومړي ځل د دې کسانو معلومول اسانه نه دي. پروفیسور باورز د دې کسانو ۵ ځانګړنې داسې ښودلي:
۱– په زور متقاعدول
کېدای شي دغه کسان خپلې موخې ته د رسېدا لپاره بډه، ډالۍ اوداسې نور شیان وړاندیز کړي، زور کاروي، جسمي، شفاهي، احساسي ګواښنې کوي.
۲– شرط اېښودل
دوی کولی شي داسې اړیکې له خلکو سره ټینګې کړي چې د هغوی د همدردۍ، زړه خوږي، ملګرتیا، صمیمیت حس راوپاروي او له ځان سره یې ملګري کړي، بیا چې هر څه غواړي په دې او هغې بهانې یې پرې وکړي.
۳– له ځواکه ناوړه ګټه اخیستنه
کېدای شي له خپل دریځه ناوړه ګټه واخلي او ورو ورو ځان داسې پوړ ته ورسوي چې په اسانۍ وکولای شي د نورو خلکو دریځ زیانمن کړي.
۴– تقلب
دغه کسان کولای شي خلکو ته دروغ ووايي، هغوی دوکه کړي، له اعتماده یې ناوړه ګټه واخلي.
۵– شخړې
کولای شي د خلکو ترمنځ اوبه خړې کړي، تل هڅه کوي چې د خلکو ترمنځ شخړې جوړې کړي، د ضعف ټکي یې وکاروي او د ډلګیوغړي سره اخته کړي.
جورج سیمون پر دې ځانګړنو یو څو نورې هم اضافه کړې:
۶– دروغ ویل
کولای شي د یوه ستر حقیقت اړینه برخه پټه کړي.
۷– د خلکو غلطول
کله چې د یوې اړینې موضوع اړوند خبرې روانې وي، دوی پکې راګیر شي؛ نو خبره اړوي او پوښتنې لاځوابه پرېږدي.
۸– انکار
د دې لپاره چې ګیر نه شي، له خپلو ځينو کړنو انکار کوي.
۹– منطقي توجیه
هڅه کوي چې خپلې تېروتنې ته په منطقي دلایلو سره یوه سمه توجیه ورکړي.
۱۰– بابېزه ګڼل
د خپلو خرابو کړنو اړوند د خلکو اندېښنې بابېزه ګڼي.
۱۱– شرمول
دوی په پېغورونو او نور کلمو غواړي خلک پر خپل کړي کار پښېمانه یا وشرموي چې د دوی پر وړاندې راسم شي او زړهسوی وکاروي.
له دغو کسانو سره څه ډول چلن وکړو؟
۱– د خپلې کمزورتیا ټکي ومومئ
دوکه کوونکي کسان د نورو خلکو د کمزورتیا ټکي ډېر ژر پېژني. دوی هڅه کوي له همدغو ټکو ناوړه ګټه واخلي. ډاکټر سیمون ځينې شخصیتي ځانګړنې داسې ښودلي چې موږ کولای شو خپل د ضعف ټکي وپېژنو:
د نورو کسانو خوشحالولو سره ژوره لېوالتیا، پرته له دې چې خپلو اړتیاوو ته پام وکړي.
پر دې باور نه کول چې نور خلک دوی قصداً دوکه کوي.
د نورو خلکو بدو کړنو ته یو سم دلیل پیدا کول (مانا خوشباوره وي)
پر نفس باور یې ټيټ او د نفس عزت نه کوي یا کم یې کوي.
له احساسي پلوه په نورو پسې تړلي وي.
۲– له موذي کسانو ځان ساتئ
دغه کسان ځينې ځانګړنې لري، لکه دا:
تل هڅه کوي خپله خبر درباندې ومني.
نه، نه مني.
د بریا په خاطر هر څه کولای شي.
خرابو کړنو ته یوه بهانه جوړوي.
تل داسې یو کار کوي چې تاسو د ګناه حس وکړئ.
له بېلابېلو خلکو سره بېلابېل چلن کوي، یانې نقابونه اغوندي.
هر وخت چې څوک درته دوکه باز ښکاره شو ځان ترې ساتئ، یا هم لومړی هڅه وکړئ چې کارونه یې تشخیص کړئ.
۳– قاطعیت ولرئ
یانې کله مو چې ګومان وکړ، دغه کس ما کنټرولوي، نو داسې یو موقف یا دریځ خپل کړئ چې قاطعیت ولرئ او د درناوي ساتلو تر څنګ خپلې ګټې هم وساتئ.
لومړی د ژوند اړوند د همغه کس لیدلوری مشخص کړئ، بیا مو خپلې موخې او غوښتنې ورته ښه په قاطعیت ووايئ، دا کار مو پر نفس باور ښيي.
۴– فردي محدودیت وټاکئ
دا مالوم کړئ چې د نورو کسانو کومې کړنې منلی شئ او کومې نه شئ منلی. دریاد کړئ چې پخوا چا څه رقم کاورلي وئ، اوس باید څه وکړئ، ایا چمتو یاست چې بیا هم قرباني شئ!؟
۵– تمرکز وکړئ
کله چې له خپل ځانه دفاع کوئ، کېدای شي چلیګر کسان داسې خبرې درباندې ګډې وډې کړي چې تاسو نه آره خبره هېره یا ګیچ شئ. دا اجازه هېڅ مه ورکوئ چې ستاسو فکر خراب کړي. تمرکز وکړئ او ځان وساتئ.