د ژور خفګان يا ډيپريشن لومړنۍ نښې وپېژنئ.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عمران لمر
ژور خفګان يو داسې حالت دی چې انسان د ورځنيو کارونو او فعاليتونو د ترسره کولو توان هم له لاسه ورکوي او يو ډول منفي قوه يې د ورځنيو کارونو له ترسره کولو منع کوي.
د ډيپريشن په وخت تشخيص او درملنه د انسانانو د ژوند په ښه کولو کې ډېر ارزښت لري؛ په همدې اساس که پوه شوئ چې په ډيپرېشن اخته يئ، سمدستي يو ارواه پوه ته لاړ شئ او له دې حالته د ځان ژغورلو لپاره ترې مشورې واخلئ او پرې عمل وکړئ.
په دې ليکنه کې مونږ د يو مشهور ارواپوه له نظره د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې درپېژنو:
مشهور ايراني ارواپوه ډاکټر مهدي دوايي د ډيپرېشن ځينې لومړنۍ نښې ښودلي دي:
۱- د ډيپرېشن د پيل لومړنۍ ښکاره نښه د اشتهاء ګډوډېدل دي؛ په دې مانا چې شخص ممکن يا له سختې بې اشتهايۍ سره مخ وي او يا هم له حده زياته اتهاء ولري او ډېر خوراک کوي.
۲- دويمه نښه يې د خوب ګډوډېدل دي، چې هغه هم لکه د اشتهاء په څېر به شخص يا بيخي کم خوب لري او يا هم بيخي زيات او يا هم د خوب کيفيت يې ښه نه وي او تل خوبولي حالت کې وي او اوسېلي به کوي.
په دې حالت کې شخص ګنګس، بې خوبه او ستړی وي.
۳- درېيمه نښه يې د شخص ټولنيزې اړيکي دي چې خپل تر ټولو ټيټ صفر حد ته راښکته کېږي.
په دې حالت کې شخص د اړيکو د رامنځته کولو او يا د ټولنيزو کارونو حوصله او ميلان له لاسه ورکوي.
تر ډېره يې خوښېږي چې په يو ګوښه ځای کې ځانته واوسي او د خلکو سره ډېره ناسته پاسته ونه کړي.
په يواځې والي کې ځان آرام احساسوي او له خلکو سره ژر تنګېږي؛ هڅه کوي چې له خلکو پټ شي؛ تر دې چې د کورنۍ له غړيو سره يې هم زړه نه لګېږي.
ډاکټر دوايي وايي چې که يو کس پورته درې واړه نښې په يو وخت کې ولري او لږ تر لږه ۲۵ ورځې دوام وکړي؛ نو دا جدي ډيپرېشن ستونزه لري او که کوم کس له دې نښو يواځې دوه يې ولري؛ نو د يو ارواپوه مشورو ته اړتيا لري.
ممکن يو څوک د کال په اوږدو کې او يا په څو مياشتو کې د دا ډول ستونزو سره مخ شي او له ۱۵ ورځو په کم وخت کې خپله ښه شي؛ نو په ډې صورت کې کومه خاصه ستونزه نه لري او د ډيپرېشن ګمان پرې بايد ونه شي او دا يواځې يوه کوچنۍ دوره ده چې خپله لېرې کېږي.