ژباړه: عمران لمر
له ډېرو خلکو سره دا ډول پېښېږي چې يو ناڅاپه ورته خفګان او نا آرامي مخه وکړي او نه شي کولای چې يوه عادي ورځ هم په آرامۍ تېره کړي.
هغوی ناڅاپه خپل ځان په اوښکو، ماتېدنې او ناهيلۍ کې ډوب ويني؛ په دې سره د ژور خفګان دا نښې ممکن د ډېرو لپاره څرګندې نه وي.
په حقيقت کې تاسې خپله د ژور خفګان د نښو په پېژندلو سره له ځان سره مرسته کولای شئ.
ارواپوهان په دې باور دي چې اکثره خلک فکر کوي چې د ژور خفګان نښې يواځې ناخوښې نا ارامۍ دي او ډېری خلک د دې ناروغۍ فيزيولوژيکي نښو ته پام نه کوي.
دلته مونږ د دې ناروغۍ نښو ته اشاره کوو:
ستړيا
ټول انسانان ستړي کېږي او دا له بېلا بېلو عواملو سره تړلی دی؛ مګر که چېرته د ناخوښې سستۍ سره لاس او ګرېوان يئ او دا ستړيا مو دوامداره وي؛ نو تاسې په ژور خفګان اخته يئ. د څېړنو له مخې ستړيا د ژور خفګان يو له څرګندو نښو ده.
درد او څړيکې
په ژور خفګان اخته خلک تر ډېره د ستړيا تر څنګ درد او څړيکې هم احساسوي.
د بدن په عضلاتو کې، غاړه کې، ملا کې او بندونو کې څړيکې احساسېږي او ځينې خلک ممکن د سينې په پنجره کې درد تجربه کړي. د ملا تير درد هم په ژور خفګان اخته خلکو کې ډېر وي او دا ټول دردونه کولای شي په جسمي روغتيا تاثير پرېږدي. د وخت په تېرېدو اوږې ځوړندې، سر ټيټ او په ځان باور په پوره اندازه کمېږي.
سر درد
عموماً ژور خفګان او سر درد سره يو ځای وي؛ ځکه چې په عصبي هورمونونو اغېزه کوي. سر درد د ژور خفګان له عوارضو دی چې په اوږد وخت کې د بدن د نورو سيستمونو په فعاليت هم تاثير کوي. ارواپوهان وايي چې د ژور خفګان او سر درد تر منځ ډېره اړيکه شتون لري او په سر درد اخته خلک ډېر احتمال لري چې په ژور خفګان اخته شي. سر درد او ژور خفګان په اعصابو کې يو ډول وضعيت لري او ممکن د محيطي، جنيټيکي او يا ترکيبي عواملو له مخې يو له دې دواړه رامنځته شي.
د خوب ګډوډ کېدل
دا چې تاسې د ورځې په نيمايي کې او يا بعد له غرمې راويښېږئ؛ د ژور خفګان قوي نښه کېدای شي.
ستاسې د خوب وضعيت ستاسې د رواني روغتيا ښکاره نښه ده.
ژر ژر راويښېدل، له حده زيات خوبولی کېدل، بې خوبي او يا له بې قرارۍ او نا آرامۍ سره يو ځای خوب؛ ټول د ژور خفګان نښې کېدای شي.
که دا نښې له دوه اونيو زياتې وغځېدې؛ نو بايد له يوه معالج ډاکټر څخه مرسته وغواړئ.
د خواړو په هضم کې ګډوډي
په هغو خلکو کې چې په ژور خفګان او اضطراب اخته وي او په ځانګړي ډول ماشومانو او نويو ځوانانو کې د معدې ستونزې زياتې وي.
ډېر هغه ماشومان چې هضم کې ستونزې لري؛ په ډېر ګمان په ښوونځي او يا د خپلو همزولو سره په اړيکو کې ستونزې لري.
ذهني ګډوډي
په ښوونځي، کار ځای او کورنۍ کې شته ستونزې موږ د ذهني ګډوډۍ او د حواسو له شيندل کېدو سره مخ کوي. دا کار د هېرې او د تمرکز د نشتوالي سبب ګرځي. ځينې وختونه موږ دې ته اړتيا لرو چې يو څه آرام وکړو؛ تر څو انرژي بېرته ترلاسه کړو، اعصاب آرام ته اړتيا لري.
که دا نښه مو په ځان کې احساس کړه؛ نو يو ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ تر څو د ذهني او سلوکي تکتيکونو په زده کړې سره، ستاسې مرسته وکړي.
د شکرې ناروغي هم د ژور خفګان يوه نښه کېدای شي.
د علمي څېړنو په اساس هغه خلک چې په ژور خفګان اخته وي؛ په شکرې ناروغۍ هم اخته کېږي او له بله خوا هغه خلک چې په شکرې ناروغۍ اخته وي؛ په ژور خفګان خفګان د اخته کېدو احتمال يې هم زيات وي.
د ژور خفګان جانبي عوارض لکه ستړيا، کم حرکتي او ناسم غذايي عادتونه کولای شي د وزن د زياتېدو سبب شي چې دا د شکرې ناروغانو لپاره ډېره خطرناکه ده.
په ورته وخت کې شکره هم کولای شي د وجود په دفاعي سيستم نېغ په نېغه اغېزه وکړي چې په پايله کې د ژور خفګان د زياتېدو سبب ګرځي.