کرونا وایروس؛ د لاسونو په وینځلو کې عامې تېروتنې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: نسیمه محمدي

دمګړۍ د کوویډ- ۱۹ له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره هېڅ ډول تایيد شوي درمل نشته، یوازې څه چې د دې وبا لپاره کولی شو، وقایه ده. د لاسونه وینځل د نورو احتیاطي تدابيرو، لکه د دستکشو او ماسک اغوستل، ټولنیز واټن ساتل، د سطحو پاکول، حیاتي ټکي دي.
له پخوا د لاسونو د وینځلو ارزښت ټولو ته څرګند دی. د لاسونو وینځل ۲۰٪ د تنفسي ناروغیو کچه ټیټوي. ضمناً دا کړنه د نس‌ناستي او اړوندو ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي.
سره له دې د لاسونو په سمه توګه وینځل دومره هم ساده نه دي. حتا په روغتونو کې روغتیاپالان په بشپړ ډول لاسونه نه وینځي. وړاندې د لاسونو وینځلو تېروتنو ته اشاره کوو، هغه تېروتنې چې د لاسونو وینځلو زحمت بې ګټې کوي.

د لاسونو نامنظمه وینځل

ښايي د ورځې په اوږدو کې سطحې د مېکروبونو/ کرونا وایروس سره ککړې او په ناپامۍ سره ګوتې دا سطحې لمس کړي. لاسونو ته د میکروب/ وایروس په رسېدو، بسنه کوي لاسونه سترګو یا پوزې ته نږدې او میکروبونه په آسانۍ سره بدن ته لار ومومي. د لاسونو وینځل د میکروبونو/ وایروسونو د وژلو غوره لار ده. د اوبو په نشتون کې د مېکروب ضد مایع  ښه بدیل دی، خو د ککړتیا د پاکولو لپاره اوبه او صابون ډېر ګټور دي. په دغو شرایطو کې باید لاسونه ووینځل شي
له عمومي ځایونو څخه د راستنېدو او د دروازې د دستګیر تر لمس کولو وروسته؛

  • له ټوخي/ پرنجي وروسته؛
  • د مخ، سترګو، پوزې او خولې له لمس کولو وړاندې؛
  • د ډوډۍ تیارولو وړاندې او وروسته؛
  • د تشناب تګ وروسته؛
  • په اهلي او کورني حیواناتو له لاس وهلو وروسته؛
  • د ماشوم له پاکولو وروسته، لکه د پمپر بدلول؛
  • د کثافاتو له غورځولو وروسته.

 په کافي اندازه د صابون د کف نه شتون

download (3).jpg
د صابون په لګښت کې باید سخي و اوسو، د لاسونو له لندولو وروسته صابون په لاسونه باید ښه او زیات ومښل شي. زیاتره خلک کله چې صابون په لاسونو وهي، ژر پرې اوبه خوشې او بیا يې ښه وینځي. دومره کف باید جوړ شي، تر څو له پوستکي میکرونه/ وایروسونه له جلا کړي.

د لاسونو د ټولو برخو نه مښل

download (2).jpg
حتا باید د لاسونو څټ، د ګوتو مینځونه او نوکان په صابون ښه پاک شي. سپارښتنه کېږي، چې نوکان باید لنډ شي، چې د نوکانو لاندې د میکروبونو/ وایروسونو له تجمع مخنیوی وشي.

په هر ځل لاسونو وینځلو کې بېړه کول

download (1).jpg
د میکروبونو/ وایروسونو د لمنځه تلو لپاره باید لاسونه، د ۲۰ ثانیو لپاره ووینځل شي. د روغتیا ساتلو لپاره د ۳۰ ثانیو څخه کم وخت مصرفول، زیات ګران کار نه دی. د میکروب ضد مایع څخه د کارولو په صورت باید په لاسونو تر هغې ومښل شي، چې لاسونه وچ شي.

په کافي توګه د لاسونو نه آبکش کول

په بشپړه توګه د لاسونو د کف څخه وروسته لاسونه په سمه توګه په اوبو سره باید ووینځو، چې د پوستکي څخه هر څه پاک شي. همدارنګه د لاسونو په ښه ډول ابکش کول د صابون له امله د پوستکي خارښت لمنځه وړي.
download (5).jpg

د لاسونو نه وچول

لانده لاسونه میکروبونه ښه انتقالوي، نو ښه ده له وینځلو وروسته لږ وخت یې په وچولو هم تېر کړو. همدارنګه لاس وچونې باید په منظم ډول ووینځل شي. (په عمومي ځایونو کې له کاغذي دستمال ګټه اخیستل غوره دي.)
یادو ټکو ته په پام سره ممکن د لاسونو وینځل ستونزمنه چاره وبرېښي، خو د همدې ټکو په پام کې نیول، په آسانۍ سره زموږ ژوند ژغوري!
سرچینه: coronawatch.af