ډهلي ایالاتي حکومت په یوه بیساري اقدام کې د هندوستان په ډهلي ښار کې ټول دولتي بسونه او میټروګانې د میرمنو لپاره وړیا اعلان کړې.
د ډهلي ایالاتي وزیر ارویند کیجریوال نن دوشنبه رسنیو ته ویلي، چې په ډهلي کې به میرمنې وکولای شي، په دولتي بسونو او میټروګانو کې وړیا سفر وکړي.
د معلوماتو په اساس په ډهلي کې تر ۴ میلونو خلکو پورې په دولتي بسونو کې تګ راتګ کوي، چې ۳۰ سلنه يې ښځې دي.
ایالاتي وزیر ویلي، موخه يې له دې کار څخه داده، څو ناچاره میرمنو ته د هغوی د خوښې بس یا میټرو کې د سفر زمینه برابره کړي. نوموړي ویلي، ددې کار لپاره په یو هر اړخیز پلان کار کوي، چې د یوې اوونۍ په د ننه کې به جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه:
“موږ کوښښ کووو، چې په ۲ یا ۳ میاشتو کې دا پلان عملي کړو. د پلان د تطبیق لپاره، موږ ته د خلکو نظریات هم مهم دي.”
د یادونې ده، چې د ټرانسپورت ادارې ته به د ډهلي ایالاتي حکومت د ښځينه سپرلۍ د کرايې پیسې ورکوي، چې په کال کې له ۷ تر ۸ میلیارده هندي روپيو پورې کیږي.
د ډهلي مرستیال وزیر منیش سیسوډیا ویلي، چې دا د مرمینو د خوندیتوب لپاره په هغوی پانګونه ده.
ایالاتي وزیر کیجریوال وايي، که څه هم د امتیاز د ټولو میرمنو لپاره دی، خو که کومه میرمن د ټیکټ د اخیستلو وس ولري، تمه ده، چې ټیکټ وپیري.
د ډهلي اعلی وزیر وايي، چې له مرکزي حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، څو د میټرو کرايه لوړه نه کړي، بلکې کرايې راټیټې کړي، خو په وینا يې چې هغوی ورسره ونه منله. دی زیاتوي:
“اوس موږ خپله داسې پریکړه وکړه، [چې میرمنې به کرایه نه ورکوي] او ددې لپاره موږ د چا موافقې ته اړتیا نلرو.”
بل پلو یو شمیر کتونکي دا پریکړه، د ولسې جرګې په ورستیو ټاکنو کې د ډهلي ایالاتي حکومت د ګوند (عام ادمي پارټي) د ماتې او راتلونکو ایالاتي ټاکنو ته د کمپاین اغیز بولي؛ خو حکومت وايي، پریکړه يې له ټاکنو سره کومه اړیکه نلري.
د ډهلي ایالاتي حکومت هڅه کوي، چې د خپلو ښاریانو لپاره د ژوند اسانتیاوې اسانه او ارزانه کړي. اوس ایالاتي حکومت په دی کار کوي، چې ډهلي کې د بریښنا بېې راټیټې کړي.