ننګرهار کې د دیګ بخارجوړولو دا فابریکه ۱۴ هیوادونو ته صادرات لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په ننګرهار ولایت کې د راشکو بابا په نوم د دیګ بخار جوړونې فابریکه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو سربېره جوړ شوي دیګ بخارونه د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته صادرات لري.

کومو هیوادونو ته؟

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي په دې هیوادونو کې اوکراین، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، پاکستان، ایران، عربستان، کویټ، قطر، عمان، لاتویا، لیتوانیا او دوبۍ شامله ده، چې ورته ددې فابریکې له لورې صادرات کیږي.

د راشکو بابا فابریکې تولیدات

خلکو ته د کاروبار زمینه

د دې فابریکې مسؤلین وایي، په کابل او ننګرهار کې فعالیت لري چې ورسره په فابریکه کې دوه سوه کسان په مستقیم او تر پنځه سوو زیات په غیري مستقیم ډول په دندو بوخت دي. .

د دوی په وینا له دې امله چې جوړ شوي دیګ بخارونه یې تر نورو هېوادونو ښه او په ضمانت ورکول کیږي، له امله یې تولید او صادرات زیات شوي دي .

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.