په افغانستان کې د اوبو د کموالي او همدا راز د اوبو د کچې د ټیټوالي ستونزه ډیره جدي ده.
۱: د څښاک د اوبو ستونزه:
د امریکې د متحده ایالتونو یوې جیولوجیکې سروې ښوولې چې له ۲۰۰۴ م کاله تر ۲۰۱۲ م کاله پورې د افغانستان د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱.۴ متره ښکته شوې ده خو دا چې تر ۲۰۱۲ م کاله وروسته هم په دې هیواد کې سپیرې وچکالۍ دوام وکړ نو د سیمو په توپیر د اوبو کچه ان تر ۲۰ مترو هم ښکته شوه.
چې له دې کبله ګڼې څاه ګانې وچې شوې او څاه ایستل اسانه کار هم نه دی او پر یوې څاه له ۵۰ زرو نیولې تر ۱۰۰ زرو پورې افغانۍ لګښت راځي.
د څښاک د اوبو د کموالي او نشتوالي ستونزه نړیواله ده د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې تر ۲۰۲۵ م کاله پورې به په نړۍ کې له پاکو اوبو د محرومو وګړو شمیر ۱.۸ میلیاردو خلکو ته ورسیږي.
د افغانستان د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت له ۱۳۸۲ کال راهیسې په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو په چمتو کولو بوخت دی. یوازې تیر لمریز کال یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د څښاک د اوبو د چمتو کولو په موخه ۶۹۶ څاه ګانې ایستلې دي. او دا بهیر اوس هم په چټکتیا سره رون دی. یاد وزارت روان کال (۱۳۹۸ ) په افغانستان کې د څښاک د اوبو ۵۱۱ پروژې ګټې اخستنې ته سپارلې دي، چې څاګانې ایستل، د لاسي پمپونو لږول، د بمبو لږول او د اوبو رسولو شبکې په کې شاملې دي.
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت وايي چې ۴ کلونه مخکې د ټول افغانستان ۴۲ سلنه خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی درلود خو وايي له نیکه مرغه اوس دا سلنه ۵۴ ته پورته شوې ده.
د یاد وزارت د ولسي تړون پروګرام چې تر ۲۰۲۶ م کاله به روان وي ژمن دې چې د څښاک د پاکو اوبو د چمتو کولو په برخه کې ستراتيژۍ او پلانونه جوړ کړي او بیا یې پلي کړي، هیله ده چې په دې موده کې افغان وګړي د پاکو اوبو له نعمته برخمن شي. بله خوا افغان حکومت نړیوالې ټولنې ته ژمن دی چې تر ۲۰۳۰ م کاله د افغانستان ټولو وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
د پاکو اوبو نشتوالي یو شمیر خلک له خپلو سیمو بې ځایه کیدو ته اړ ایستي او له بلې خوا د نا پاکو اوبو کارونې راز، راز ناروغۍ خپرې کړې دي. د یوه راپور له مخه په دغه هیواد کې هره ورځ ۱۳۳ ماشومان د ناپاکو اوبو د څښلو له کبله مړه کیږي.
خو د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت نه یوازې دا چې سیمیزو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي بلکې ځای پر ځای یې کوچیانو ته هم د پاکو اوبو د برابرولو په موخه ګڼې پروژې پلې کړې دي.
یاد وزارت ژمن دی چې له یوې خوا افغان وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او له بله پلوه د اوبو کیفیت پورته کړي او همدا راز د هغو توکیو کیفیت پورته یوسي چې د اوبو رسولو په پروژو کې کارول کیږي.
۲- د اوبه خور د اوبو ستونزه:
څرګنده ده چې د ۴ لسیزو جګړو د افغانستان د اوبو خور دودیز سیستم ویجاړ کړی دی، نه بندونه او سربندونه پاتې دي نه کاریزونه تاند دي او نه یې ذخیرې شته بله دا چې د یو شمیر راپورونو له مخه د افغانستان د اوبو ۴۰ سلنه زیرمې هم د وچکالۍ له کبله وچې شوې دي.
د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې ددغه هیواد د اوبه خور ړنګ شوی سیستم بیا ورغوی او نوي کارونه هم وکړي.
یاد شوي وزارت یوازې سږکال یانې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د اوبه خور ۲۴۳ پروژې ګټې اخستنې ته سپارلې دي. چې د کانالونو ایستل، د کاریزونو پاکول، سربندونه جوړول، ویالې جوړول او د اوبو زیرمې په کې راځي.
په ټوله کې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې یاد شوي وزارت د څښاک او اوبه خور د اوبو ۷۵۴ پروژې تر سره کړې او ګټې اخستنې ته سپارلې دي چې په ټوله کې پرې ۲۰،۱۹۵،۲۳۴ امریکايي ډالره لګښت راغلی او نیغ په نیغه ترې ۹۹۳،۹۰۹ خلکو ګټه اخستې ده.