ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
ژوند له بېسارو پریکړو جوړ دی. ډیری پریکړې لکه نن غرمې به کوم ډول خواړه خورئ، خورا کوچنۍ او لږ اغیز لرونکې پریکړې دي، خو هغه چې ستاسې ژوند د تل لپاره بدلوي، خورا سترې دي او نیول یې هم څه ناڅه ستونزمن کار دی.
په همدې اساس، که غواړئ د ژوند په راتلونکو پریکړو مو پوره برلاسي واوسئ، نو لاندې ۱۱ غوره ویناوې په پام کې ونیسئ:
۱. ”ځینې وخت وړې پریکړې کولای شي ستاسې ژوند د تل لپاره بدل کړي. “ – کیري رسیل
۲. ”موږ د شرایطو پر اساس نه، بلکې د خپلو پریکړو پر بنسټ د خپل د ژوند یوه خلاقه قوه یاستو. که په خورا دقت سره د بیلابیلو کارونو ترسره کول زده کړو، نو بې له شکه چې خپل موخې ترلاسه کولای شو. “– سټیفین کويي
۳. ”ستاسې ژوند هغه شیبه بدلیږي، چې کله یوه داسې پریکړه وکړئ چې هغه نوې واوسي، له ژوند سره مو سمون وخوري او تاسې ورته ژمن واوسئ. “ – ټوني روبینز
۴. ”ژوند، بې شمیره پریکړې ستاسې په اختیار کې درکوي. ډیری وخت، ستاسې پر وړاندې به سمې وي، خو نیول به یې څه ناڅه ستونزمن کار وي. خو موږ او تاسې باید چې ویې نیسو. “ – بریټاني مورفي
۵. ”پریکړې د موخې منزل ته د رسیدو لارې دي. “ – ایډوین مَرخام
۶. ”زه په دې باور یم چې موږ یوازې او یوازې د خپلو پریکړو مسوول یاستو او باید په خپل ژوند کې د هر عمل چې ترسره کوو یې، هره خبره چې کوو یې او هره مفکوره چې په ذهن کې ځای ورکوو، پایلې یې ومنو. “ – ایلیزابیت کوبلر
۷. ”له پریکړې کولو پرته، پرمختګ نه شئ کولای. “ – جیم رون
۸. ”ژوند د پریکړو په مانا ده او هره پریکړه چې تاسې کوئ، پرې مستقیم اغیز لري. “ – جان سي مکسویل
۹. ”څومره چې په یوازې توګه پریکړې کوئ، هماغومره زیات د خپل ژوند د ټاکلو له ازادۍ خبر یاست. “ – تورنټون وایلډر
۱۰. ”ژوند پخپله د پریکړو نیول دي. په ځینو یې پښیمانه کیږو، په ځینو یې ویاړو او ځینې نورې یې د تل لپاره بربادوي مو. پیغام: موږ هغه ډول یو، کوم چې پخپله یې غواړو. “ – ګراهم براون
۱۱. ”پریکړې زموږ د ورځینیو طرحو محصولات دي. “ – ډون یاګر