د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۷ مه د وروستۍ لسیزې د غوره کرکټرانو نوملړ خپور کړ.
په دغه نوملړ کې د افغانستان په ګډون، د اسټرالیا، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز، انګلستان، سویلي افریقا او نیوزیلېنډ د لوبغاړو نومونه شته؛ خو د پاکستان د هیڅ لوبغاړي نوم پکې نشته دی.
اوس د پاکستان کرکټ بورډ او رسنیو دا پرېکړه ناسمه او غېر عادلانه بللې ده.
د پاکستان پي ټي وي سپورټ چېنل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دا یوه مسخره ده، چې د پاکستان هیڅ لوبغاړی یې په دې لوبډلو کې نه دي اخیستي.
د پاکستان د لوبغاړو حق
بابراعظم اوسمهال د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی لوبغاړی دی، له ۲۰۱۸ څخه د ۲۰۲۰ کال تر نیمایي پورې د شل اوریزو لوبو لومړی توپوهونکی و.
د پاکستان لوبډله هم د ۲۰۱۸ کال له سر څخه تر ۲۰۲۰ کال تر مارچ پورې په شل اوریزو لوبو کې په لومړي مقام کې وه.
شاهد افرید د کرکټ په ډګر کې یو پېژندل شوی ستوری دی، چې کابو ۲۳ کاله یې د پاکستان لپآره د کرکټ نړۍ کې ولوبېد.
مصباح الحق، محمد عامر، یاسرشاه او ځېنې نور پاکستاني لوبغاړي خورا مشهور دي.
خو د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان یو لوبغاړی هم نه دی اخیستی او د لسیزې د غوره لوبغاړو په نوملړ کې یې ځای نه دی ورکړی.
د پاکستان کرکټ بورډ کولای شي، چې د خپل حق غوښتلو په تړاو له کرکټ نړیوالې شورا سره خبرې وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا دلیل
د کرکټ نړیواله شورا وایي، دوی دغه لوبغاړي د ازاد رقابت پر بنسټ ټاکلي دي، مطلب دا چې د نومبر په میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا خلکو ته په انلاین ډول د ټاکنو یا ووټ اچولو زمینه برابره کړه.
د کرکټ نړیوالې شورا وویل، چې هر څوک کولای شي، د خپلې خوښې لوبغاړي ته رایه ورکړي، چې د دغو رایو په بدل کې له افغانستان څخه راشدخان ته، د اسټرالیا، نیوزیلېنډ، هندوستان، سریلانکا، سویلي افریقا، انګلستان، ویسټ انډیز او بنګله دېش لوبغاړو ته په نوملړ کې ځای ورکړی دی.
ښایي د پاکستان لوبغاړو رایه نه وي ترلاسه کړې؛ نو ځکه یې نومونه په نوملړونو کې نشته.
د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۷ مه نېټه د لسیزې غوره لوبغاړو نوملړ خپور کړ. یادې شورا د نارینه وو لپاره درې لوبډلې د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو په خاطر غوره کړي دي. په دې لوبډلو کې راشدخان د شل اوریزه لوبو د لسیزې غوره سپېن بالرانو کې حساب شوی دی. د شل اوریزو لوبو په غوره لوبډله کې ایم اېس ډوني لوبډلمشر، کرېس ګېل، روهېټ شرما، اېرون فېنچ، ویرات کولي، اې بي ډیویلیرس، ګلېن مکسوېل، کېرن پولارډ، راشدخان، جسپرېت بومرا او لسېت ملېنګا شامل دي.
په یو ورځنیو لوبو کې بیا ایم اېس ډوني لوبډلمشر، روهېټ شرما، ډېوېډ وارنر، ویرات کولي، ای بي ډیویلیرس، شکېب الحسن، بېن سټوکس، مېچل سټارک، ټرېنټ بولټ، عمران طاهر او لسېت ملېنګا ګډون لري.
او په ټېسټ لوبو کې الېسټېرکوک، ډېوېډ وارنر، کېن ویلیمسن، ویرات کولي لوبډلمشر، سټېف سمېت، کومار سنګاکارا، بېن سټوکس، ریوي چندرن اشوېن. ډېل سټین، سټورټ براډ او جېمز انډرسن برخوال دي. په دې لوبډلو کې پاکستانیو لوبغاړو ته ځای نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا دا لېست له آی پي اېل څخه جوړ کړی دی، نه له نړیوالو لوبډلو.