ډیویلرز په IPL لیګ کې ۵ زره منډې بشپړې کړې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي لیګ کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې مخکښ توپوهونکي اي بي ډیویلرز د هند په یاد لیګ کې ۵ زره منډې بشپړې کړې.

 

ډیویلرز پرون د آی پي ایل لیګ په ۲۲مه لوبه کي د ډهلي کپیټلز لوبډلې پر وړاندې په ۴۲ توپونو ۷۵ منډې وکړې، چې پکې ۵ شپږیزې او ۳ بیا څلوریزې شاملي وې.

 

ډیویلرز په ۱۶۱ انینګزونو کې خپلې منډې ۵۰۵۳ ته ورسولې او اوس د هند آی پي ایل سیالیو په تاریخ کې شپږم زیاتې منډه جوړونکی لوبغاړی دی.

 

د IPL په تاریخ کې لس زیاتې منډه جوړونکي لوبغاړي

 

۱- ویراټ کوهلي؛ هندوستان، ۱۹۰ لوبې او ۶۰۴۱ منډې.

۲- سوریش رانا؛ هندوستان، ۱۹۳ لوبې او ۵۴۷۲ منډې.

۳- شکر داوان؛ هندوستان، ۱۸۱ لوبې او ۵۴۶۲ منډې.

۴- روهیت شرما؛ هندوستان، ۲۰۰ لوبې او ۵۴۶۲ منډې.

۵- ډیویډ وارنر؛ اسټرالیا، ۱۴۷ لوبې او ۵۳۹۰ منډې.

۶- اي بي ډیویلرز؛ سویلي افریقا، ۱۶۱ لوبې او ۵۰۵۳ منډې.

۷- کریس ګېل، ویسټ انډیز، ۱۳۷ لوبې او ۴۸۹۱ منډې.

۸- مهندرا سینګ ډوهني؛ هندوستان، ۱۸۶ لوبې او ۴۶۶۹ منډې.

۹- اُتاپه، هندوستان، ۱۸۶ لوبې او ۴۶۰۷ منډې.

۱۰- ګاتم ګمبیر؛ هندوستان، ۱۵۲ لوبې او ۴۲۱۷ منډې.