ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
د نارمل حالت څخه د انسان په مزاج کې بدلون ته د مزاج ګډوډي وايي، چې دا ګډوډي کېدای شي لوړ مزاج او ټیټ مزاج له ځانه سره ولري.
نوموړي ناروغان په خپل نارمل معتدل مزاج باندې کنټرول نه لري او تل د ورځې پلمه کې کله لوړ مزاج او کله هم ټیټ مزاج ځانته غوره کوي.
د یادونې وړ ده چې یاد ناروغان په خپلو کړنو او خبرو باندې کنټرول نه لري.
د مزاج ګډوډي نه یوازې د ناروغانو پر مزاج بل د هغوی پر فکري دقت، جنسي خواهشاتو، د ژبې لکنت او له خلکو سره غبرګون په ډول هم ناسمې اغېزې لري. او هم فکري تمرکز کمزورۍ کوي.
د اختلالاتو ډولونه
د مزاج ګډوډي یا اختلالات په دوه ډوله دي، د خپګان ګډوډي او بایپولر ګډوډي دي.
د خپګان ګډوډي: بیا په خپل وار سره په دوو نورو ډلو وېشل کېږي، بنسټېز خپګانونه او اوږد مهاله خپګانونه.
خو په ټولېز ډول سره د خپګان ګډوډیو کې ناروغان تل د خواشیني احساس کوي. نورې نښې يې دا دي، د خوب ګډوډي، د اشتهاوي ګډوډي، د جنسي خواهش کمېدنه، د ځان وژنې سوچونه او ځان ګنهکار ګڼل دي، په ټوله کې د ژوند څخه په سمه توګه خوند نشي اخیستلای. دا اختلالات د وخت اوږدوالی، شدت او نښو له مخې تفکیک کېږي.
بایپولر ګډوډي: دا ګډوډي کېدای شي د منيک دورې او یا هم د مانیا دورې په ډول ښکاره شي، چې په دې ډول ګډوډیو کې ناروغان د نارمل حالت څخه زیات د انرژي احساس کوي او ډېرې خبرې هم کوي، دوی ډېری وخت په اېډیالېک سوچونو کې تېروي او داسې فکر کوي چې ډېر خوب ته اړتیا نه لري.
او همدارنګه یاد ناروغان کولای شي ځان ته ضرر هم ورسوي.
او دا هم په دوه ډوله ده: چې دوهمه دوره یې نسبت لومړۍ ته کمزورې ده.