ژباړه: نجم الرحمن ناصري
کله چې مو د خوښې کار مو پیلوئ، هېڅکله به هغه کار د ژوند په بله ورځ کې سرته ونه رسوئ (د نن ورځې کار به سبا ته پرېنږدئ)
د هغه کار سرته رسول چې خوښېږي مو د مالي موفقیت یو له غټو رازونو څخه ده. د ستاسو د ژوند لومړنی مسوولیت دا دی چې باید پوه شئ د کوم کار کول تاسو ته خوند درکوي، تاسو یو طبیعي استعداد لرئ او له هغه استعداد څخه د یوه ځانګړي کار د سرته رسولو لپاره کار واخلئ.
هغه کسان چې ځانونه یې په حپل مټ تر میلیونرۍ رسولي، هغه کسان دي چې یوه داسې رشته یې موندلې چې د دوی پياوړتیاوي هغسې جوړې شوي، چې د نوموړي شغل او مطلوبه پایلو لپاره اړینې دي.
ډېری میلیونران دا خبره کوي چې هغوی یوه ورځ هم په خپل ژوند کې کار نه دی کړی، تاسو باید داسې رشته پیدا کړئ چې په پوره ډول تاسو جذب کړي. داسې یو شغل او حرفه چې په پوره ډول د هغه لپاره احساسات او د زړه له کومې ورسره مینه ولرئ او ستاسو پام ځانته واړولای شي.
کله چې یو کار سرته رسوئ او هغه سره مینه لرۍ،یوه نړۍ هیجان انرژي او مفکورې به ولرۍ ترڅو هغه کار لا په ښه ډول سرته ورسوئ.
دلته یوه پوښتنه لرم:
که یو میلیون ډالر وګټئ ایا سبا هم هغه کار ترسروئ چې اوس یې کوئ؟
دا ډېره مهمه پوښتنه ده. له تاسو څخه په ډېره سادهګۍ پوښتنه کوي، که پوره وخت او هم پوره پیسې ولرئ او د دندې په ټاکلو کې خپلواک و اوسئ کوم کار کوئ. هغه کسان چې خپله یې ځانونه یو ځای ته رسولي، یانې میلیونر شوي که یو میلیون ډالر وګټي هغه کار کوي چې له اوله پرې بوخت ول، یوازې مخکینۍ دنده په یوه بل ډول او په لوړ کیفیت سرته رسوي. هغوی دومره ډېر له خپلې دندې سره مینه لري چې د هغې د پریښودلو په اړه فکر هم نه کوي.
شاید د ژوند غټ مسوولیت د غټینې په وخت کې دا وي چې کله د دندو له بېلابېلو ډولونو سره مخامخ یاست، هغه کار ومومئ چې واقعاً مو خوښېږي، هغه کار وکړئ او وروسته ځان هغه کار ته وقف کړئ او هېڅوک نشي کولای دا کار ستاسو لپاره وکړي.