ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
خوب د خوړو او ساه اخیستلو په څېر اړین دی، که یو انسان په عادي او نورمال ډول خوب ونه کړي له ډېرو ستونزو، لکه ژور خپګان، هیجان او د وینې لوړ فشار سره مخ کېږي، خو هېر مو نه شي چې نه یوازې د خوب وخت بلکې د خوب کیفیت او څرنګوالی هم ډېر اړین دی.
دلته د خوب له کیفیت او څرنګوالي څخه موخه دا ده چې انسانان د خوب لپاره یو هوسا او وړ چاپیریال او ځای ته اړتیا لري، نو له همدې امله هغه کسان چې ویده کېږي تر خوب وړاندې باید د خوب لپاره ځانته هوسا ځای برابر کړي، د بېلګې په ډول په هغه ځای کې چې ويده کېږي باید ډېر روښانه نه وي یعني د کوټې هر ډول څراغ مړ کړي، د خوب په ځای کې یې ګڼه ګوڼه او غالمغال نه وي او د دې په څېر نورې اسانتیاوې د خوب په ښه کیفیت کې مرسته کوي.
ډېر عمر لرونکي کسان په یوې شپې ورځې کې ۶ تر ۸ ګړۍ خوب ته اړتیا لري، او بویه په یوې شپې ورځې کې د خوب دغه کچه پوره کړي، همدارنګه سهار وختي له خوب څخه پاڅېدل او د لمر وړانګو ته کیناستل په بدن کې د میټابولیزم د ښه فعالیت لامل کېږي، همدارنګه د ملاټونین د ډېروالي لامل کېږي، چې د ملاټونین ډېروالی د شپې د خوب د ډېروالي لامل کېږي.
که چېرې یو انسان سهار ۷ بجې له خوب څخه پاڅېږي باید د شپې ۱۱ بجې ویده شي، حیرانونکې خبره داده چې د شپې له ۲ بجو څخه تر سهار ۴ بجو پورې تر ټولو خوندور او ژور خوب وي، هغه کسان چې په دغو ګړيو کې ویښ پاتې کېږي، نو هغوی به د شپې له یوې بجې څخه تر دریو بجو پورې د نارامتیا او د ژور خوب احساس وکړي.
هېر مو نه شي چې د هر انسان د خوب وخت او له خوب سره مینه توپیر کوي، ځیني کسان د شپې په لومړيو ګړيو کې خوب خوښوي، خو بیا ځینې د شپې په وروستیو ګړيو کې ویده کېږي، له همدې کبله د بدن بیولوژیکي ګړۍ، ځان د انسان له ټاکل شوي وخت سره برابروي او که چېرې يو انسان څو شپې په یوې ګړۍ ویده شي هغه ته به هره شپه په هغې ګړۍ خوب ورځي، نو هڅه وکړئ چې د درملو او یا نورو لارو پر ځای ځان ته ټاکلی بیولوژیکي وخت وټاکئ او هره شپه په ټاکلي وخت ویده شئ.
د دې لپاره چې د شپې ښه خوب درشي او پر وخت ویده شئ نو هڅه وکړئ چې سهار وختي له خوب څخه پاڅېږئ، که غواړئ دغه کړنه وازمایئ نو یو څو ورځې له خپل ټاکلي ورځني پاڅېدو څخه شل دقیقې مخکې پاڅېږئ، تاسو به د خپلې دغې مثبتې کړنې پایله ژر تر ژره ووینئ.
کله مو چې د خپل خوب وخت وټاکه او سهار وختي له خوب څخه پاڅېدئ نو د رخصتيو ورځو ته هم پام وکړئ، او د رخصتیو په ورځو کې هم پر خپل ټاکلي وخت له خوبه پاڅېږئ. ځینې کسان د اونۍ په لړ کې په منظم ډول له خوب څخه په ټاکلي وخت پاڅېږي او د دندې او یا هم د زدکړو په لور روانېږي خو د اونۍ په وروستیو ورځو کې کله چې رخصت وي بیا د نورو ورځو په پرتله ډېر خوب کوي او د ورځې تر ناوخته پورې ویده وي، دغه کار د دې لامل کېږي چې د خوب ټاکلی وخت له منځه لاړ شي او د خوب پر وخت او ګړيو کې ستونزه رامنځته شي.
په وروستیو کرښو کې باید ووایو، هغه کسان چې پوره خوب کوي، یعني د شپې وخته ویده کېږي او سهار وختي له خوب څخه پاڅېږي دغه ډله انسانان لوړه روحیه او مثبته انرژي لري او کولای شي خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه تر سره کړي، نو تاسو هم هڅه وکړئ چې د دغو کسانو له ډلې و اوسئ.