داودزی: پرسولې شورا بیا کتنه کیږي، روسیه دې د سولې غرضي ناستې بندې کړي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا ریس عمر داودزي په یوه تازه مرکه کې د سولې په تړاو مهمې خبرې کړي.
دا مرکه له خورشید تلویزون سره شوې، چې یاران وېب پاڼه یې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي:
سولې ته هیله مندي
عمر داودزی وایي سولې ته تر بل هر وخت هیله مندي زیاته شوې او دوی په تمه دي، چې د وسله والو طالبانو استازي به له افغان دولت سره مستقیمو مذاکراتو ته چمتو شي.
د ده په وینا دا هیله مندي افغان سولې ته د ځانګړي امریکایي استازي له ټاکل کیدو وروسته زیاته شوې او څرګندوي، چې د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه سولې ته پر جګړې لومړیتوب ورکوي.
د سولې جرګې دفاع
په مرکه کې داودزی د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه وننګول شو، چې بې ځایه لګښت پرې وشو، خو کومه پایله یې نه لرله.
هغه د جرګې د جوړیدو ننګه وکړه او ویې ویل: دغه جرګه ځکه ضرور وه، چې د ملت استازي پکې دولت ته له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې د نرمښت حدود معلوم کړي.
داودزی دا هم وایي چې سیاسي څېرو د ټول ملت استازولي نه شوه کولای، ځکه خو دولت د سولې مشورتي لویه جرګه وغوښته.
د مصالحې د رهبرۍ شورا ناندرۍ
په مرکه کې عمر داودزی د مصالحې د رهبرۍ شورا د ناهمغږۍ په اړه هم وپوښتل شو.
ورته وویل شول، چې دغه شورا له جوړیدو سره بیا هم ونه  توانیده، چې ټول سیاستوال د سولې په اړه یوه خوله وساتل شي.
د بېلګې په ډول د ماسکو ناسته یاده شوه، چې تازه ترسره او ځینو حکومت نه د باندې سیاستوالو ګډون پکې کړی و.
داودزي هیله وښوده، چې د مصالحې د رهبرۍ شورا به د دغو خورو ـ ورو هڅو په یو کولو بریالۍ شي.
د سولې شورا دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې د مصالحې د رهبرۍ شورا کې اختلافونه طبیعي دي، خو دوی هیله من دي چې دا اختلافونه به په لویه کچه د یو غږ لرلو خنډ ونه ګرځي.
پر روسیه او سیاستوالو نیوکې
عمر داودزي دا مرکه په داسې وخت وکړه، چې د ماسکو ناسته د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب استازو په ګډون تازه پای ته ورسیده.
دا افغان مقام وایي لازمه وه، چې دغې ناستې ته ورغلي افغان سیاستوال پخپل سرنه وای تلي؛ بلکې د مصالحې د رهبرۍ شورا سره یې مشوره کړې وای.
د داودزي په  وینا وسله وال طالبان هم خپلو کې اختلافونه لري، خو داسې ناستو ته په مشوره ځي او د ټولو ډلو استازیتوب پکې موجود وي.
داودزی پر یادې ناستې او روسیې نیوکه کوي.
د ده په وینا افغانستان تراوسه روسیې نه نه دي غوښتي، چې د سولې د منځګړتوب کوششونه شروع کړي، خو روسیې پخپل سر داسې ناستې پيل کړي.
هغه وایي: شخصي لیدلوری مې دا دی، چې روسیه د سولې په روانو هڅو کې له امریکا سره خپل اختلافات پالي.
داودزی زیاتوي: امریکا متحده ایالاتو د افغان جهاد پر وخت له روسیې څخه په افغانستان کې د ویتنام غچ واخیست او اوس تصور دا دی، چې روسیه بیرته په افغانستان کې له امریکا څخه د افغانستان له اړخه د ور اوښتې ماتې غچ اخلي.
پر سولې شورا بیا کتنه
د سولې شورا دا چارواکی وایي دوی به زر د سولې د هڅو د همغږۍ او متحد کیدو لپاره ولسمشر ته د دغو هڅو او بنسټونو د اړوندو چارو ارزونه وسپاري.
د داودزي په وینا دوی د سولې شورا کارونه ارزولي او ولسمشر ته به یې پایلې وړاندې کړي.
عمر داودزی وایي: د اختر تر شلمې به انشالله د سولې شورا په جوړښت، ترکیب او تګلارو کې بدلون راشي.
پر سولې د ټاکنو سیوری
په دې مرکه کې د سولې په اړه د افغان سیاستوالو د نه همغږۍ لوی لامل عمر داودزی پر سولې د ټاکنو سیوری ګڼي.
د ده په وینا ولسمشر غني، اجرایه ریس ډاکټر عبدالله او ځینې نور چې ولسمشرۍ ته نوماندان دي، د ټاکنو لپاره هم د سولې پر هڅو نه یو خوله کیږي.
هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، چې څوک په دې برخه کې ملامت دی او څوک نه؟
خو ویې ویل د حکومت د سولې د هڅو یوه لویه برخه منتقدین هم د مختلفو سیاسي او ټاکنیزو ډلو اړوند دي.
داودزي ټینګار وکړ، چې د سولې په شان لوی بحثونه باید د وړو موخو قرباني نه شي.