- ژباړه: ملیحه ناصري
اوږدمهاله ستوماني، ستړیا انسان په تنګوي او خپلې ورځنۍ چارې سمې نشي سمبالولی. دلته مو د ستړیا اوږدمهاله سنډروم د درملنې لارې چارې درته لیکلې.
۱ – منظم خوب: هره شپه ۷ – ۸ ساعته ویده شئ، په ټاکلي وخت څملئ او سهار وختي پاڅېږئ. ځان ډاډه کړئ چې توشکه مو راحته ده، کوټه مو په کافي اندازه تیاره او سړه یا توده ده، تلویزیون او مبایل مو باید خاموش وي.
۳ – د ساییزو ستونزو مخنیوی: د خُر او پوف او ساییزو ستونزو مخنیوي په موخه وزن کم کړئ، سګرټ مه څکوئ او الکول مه کاروئ.
۳ – مناسب خوړنیز رژیم جوړ کړئ: که غواړئ د وینې قند مو منظم وي، نو مېوې، ترکارۍ، پروټین لرونکې غلې وخورئ.
۴ – د وینې اوسپنه مو پوره کړئ: داسې خواړه وخورئ چې اوسپنه درپوره کړي، لکه غوښه، لوبیا، کچالو او هغه غلې چې آهن یا اوسپنه ولري.
۵ – هایپوتایروییدیزم: که تایرویید مو سم فعالیت نه کوي، نو یوازې د وینې ازمایښت دا ستونزه درته هوارولی شي چې ایا رښتیا دا ستونزه لرئ، که نه.
۶ – کافیین مه خورئ: قهوه، چای او هر هغه څه چې کافیین لري، کم یې کړئ او ورو ورو دا کار وکړئ، مانا د اوبو څښل ډېر او د کافیینو کارول کم کړئ.
۷ – پټ UTI: که تاسو شکمن یاست چې UTI باندې اخته یاست، خپل ډاکټر ته ورشئ او په عادي انتي بیوټیکونو یې درملنه کېدای شي. UTI د ادراري غړو عفونت دی.
۸ – اروایي ډاکټر ته ورشئ: که چېرې په ژورخپګان اخته یاست د حل لارې یې پیدا او روغتیاپال ته مراجعه وکړئ.
۹ – دیابت مو کنټرول کړئ: خوړنیز رژیم، ژوند بڼه مو بدل کړئ او ورزش مه هېروئ.
۱۰ – اوبه وڅښئ: که پوهان وایي چې د ورځې اته ګیلاسه اوبه وڅښئ، تاسو تر دې ډېرې هم څښلی شئ که په تودو سیمو کې اوسئ، یا ورزش کوئ، وجود مو ډېرې اوبه غواړي.
۱۱ – د زړه ناروغي: د کور پاکولو، تر زینو جګېدو او د توکو پېرلو وخت کې ډېر ستړي کېږئ؟ دا ستړیا د زړه د ناروغۍ نښه کېدی شي، نو روغتیاپال ته ورشئ، خوړنیز رژیم او ژوند بڼه مو بدله کړئ، ورزش پیل کړئ او درکړل شوي درمل وخورئ.
۱۲ – کاري او د خوب وخت مو منظم کړئ: که کاري ټایم مو مخکې او شاته شوی وي، یا مو خوب نامنظم شوی وي، نو که د ورځې کار کوئ، د شپې خوب سم کړئ او که د شپې دنده لرئ، نو د ورځې د خوب لپاره تیاره ځای پیدا کړئ.
۱۳ – خوړنیز حساسیت: ځینې خواړه هم حساسیت پاروونکې وي او سړی خوبولی کوي. د هغو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ چې تاسو ته شکمن برېښي.
۱۴ – د اوږدمهاله ستړیا سنډروم او فایبرومایالیژیا: دا هغه شرایط دي چې د اوږدمهالې ستړیا لامل کېږي، آن شپږ میاشتې هم څوک عادي ژوند نه شي پرېښودلی. علت یې هم ښکاره نه وي. دا دواړه ناروغۍ کومه ځانګړې درملنه نه لري، یوازې د ژوند ډول له بدلولو سره ستوماني کمولی شي. یانې داسې څه وکړئ چې پکې راحته وئ.