دویمه برخه؛ (یو څوک باید ولرې)

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

یو څوک باید ولرې؛
کله چې خوږه مړۍ خورې دریاد شي او نېمه د هغه/ هغې په نوم وساتي.
یو څوک باید ولرې؛
چې په نوم یې د یادښت کتابچه کې څه ولیکي.
یو څوک باید ولرې؛
چې د موبایل پر سکرین یې انځور پریږدې.
یو څوم باید ولرې:
چې د ښېګنو لپاره دې بدګڼې هېروي. لس منفي نقاطو ته دې نه ګوري په یوه ښېګڼه دې خپلوي.
یو څوک باید ولرې:
چې ستا په سر له رقیب سره وجنګېږي؛ درباندې بخېل وي، که هوا دې هم لمس کړې په هوا پسې لاس واچوي.
یو څوک باید ولرې:
چې په لرلو او یادولو یې د غرور احساس وکړي.
یو څوک باید ولرې؛
کله چې رب ته لاسونه لپه کوي، لپه کې دې راشین شي، هر څه د هغه لپاره وغواړي او یوازې هغه د ځان لپاره وغواړي.
یو نه ستړی کیدونکی څوک باید ولرې؛
که ته نادان/ه وې نه پوهېږي، د لاس خوشي کولو هڅه ځنې کوي.
هغه پدې پوه اوسي؛ که چیرته لاس دې پریږدي داسې به ولوېږي، چې بیا د پورته کیدو همت نه وي درپاتې. صرف په همدې وجه د سلو رټلو باوجود دې هم لاس نه پرېږدي، تر څو یوه ورځ یې درک کړې او تاته ستا د نېمګړتیاو احساس درکړي.
یو څوک باید ولرې؛
که ژوند په داسې سړو رازونو نیولې وې، چې هېچا سره یې شریکولای نشي، خپلې بسترې ته پناه یوسي، خو ساړه درڅخه مخ نه ګرځوي، او دا راشې، پرته له څه ویلو درسره په یو بالښت سر کیږدي، ګرمي پښې درټولي، مهربانه غېږ درځنې چاپېر کړي، اوږې دې په پستو ورغویو تر هغه مږي چې خوب دې همداسې پسې یوسي.
کله چې سترګې وغوړوې ستا د خوښې جامې یې راخیستي درته ووایي؛ ځان تیار کړه، د ځمکې هغې برخې ته دې په سیاحت بوځم، چیرته چې هر لوری د ښاپیرۍ سولې، خوشبو خپره او یوازې ذهني ارامتیا ویشل کېږي. خو ګوره! ته دا ګومان ونه کړې چې ګوندې تاته چکر درکوم، غواړم له “سولې ” سره نوی ژوند پیل کړم، نو یو څوک خو باید راسره وي که چیرته له سولې په تنګ شم جنګ ورسره وکړم .
داسې یو څوک لرل؛
چې ستا زړه یې مات کړی وې، خو د وجود برجونه دې پر هماغه/ې تکیه وي، پرې یې ږدي، قهر شې پرې وه یې ځوروې، خو ته هم ورسره وځورېږې، ورپسې ورشې او بیا ورته ووایي:
زه پوهېږم چې ته ملامته یې خو ځه بخښم دې، ځکه زړه مې درته بدېږي، پرته له ما دې خداکه کباړي په کباړ هم  واخلي او بغیر له تا مې هم خداکه په بل چا ارزښت پیدا شي!
هغه هم درته ووایې،
راځه لوده راغاړې وځه
زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوینه.