درملو ته څنګه نوم ټاکل کېږي؟

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عایشه حیدري 

تاسو ارومرو د خپل ژوند په اوږدو کې درمل کارولي دي او یا مو لږ تر لږه د کورنۍ غړو ته د روغتیاپالانو په سلا مشوره درمل پېرلي او لیدلي مو دي، خو د درملو د پېژندنې او نوم اېښودنې په اړه به ممکن ډېر مالومات ونه لرئ.
FB_IMG_1596892003131.jpg
له تاسو سره به ارومرو دا پوښتنه هم وي چې ډاکټران څنګه او څه ډول په نسخه کې د درملو نوم لیکي او یا څنګه ډاکټران په خورا اسانۍ د درملو نومونه پېژني؟
د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شو چې د درملو نوم د هغو کیمیاوي مواد له مخې اېښودل کېږي چې په درملو کې موجود وي، دا منو چې عام وګړي د درملو په نومونو او ځانګړنو نه پوهېږي ځکه چې هغوی د کیمیاوي موادو او درملو په اړه مطالعه او مالومات نه لري، او د درمل پیژندنه او ناروغانو ته یې وړاندې کول د فارمسسټ او ډاکټر کار دی، خو په نننۍ لیکنه کې غواړو د دې په اړه مالومات درکړو چې ډاکټران او د درملو تولیدونکي له کومو لارو څخه درملو ته نوم ټاکي، دا لیکنه تر پایه ولولئ او په دې اړه مو مالومات ډېر کړئ!
په حقیقت کې یو درمل درې نومونه لري یا په بله اصطلاح د درملو نومونه د دریو ځانګړنو له مخې ایښودل کېږي.
FB_IMG_1596892012531.jpg

لومړی: کیمیاوي نوم

درملو ته کیمیاوي نوم نه ټاکل کېږي، بلکې په درملو کې د شته کیمیاوي موادو له مخې ورته نوم ټاکل کېږي، او یا په بلې وینا په درملو کې کارول شوي کیمیاوي مواد د درملو کیمیاوي نوم په ډاګه کوي. هغه خلک چې د کیمیا په علم پوهېږي د درملو د نوم په اورېدو سره کولای شي د درملو په ټولو ځانګړنو پوه شي. ډاکټران هم د کیمیاوي ځانګړنو له مخې درمل پېژني او ناروغانو ته د هغوی له ناروغي سره سم درمل د کیمیاوي موادو په نظر کې نيولو سره تجویز کوي.
FB_IMG_1596892019344.jpg

دویم: عمومي نوم Generic name

د درملو په کیمیاوي ځانګړنو یواځې کیمیاپوهان پوهېدلای شي او د درملو د کیمیاوي نوم کارول عامو وګړو ته ستونزمن کار دی، نو ځکه هر درمل د کیمیاوي نوم ترڅنګ يو عام یا عمومی نوم هم لري چې دغه ډول نوم ته جینیریک نوم Generic name هم ویل کېږي، د درملو عمومي نوم ډېر لنډ او اسانه وي، ځکه د درملو د عام نوم څخه موخه د عامو وګړو پوهه ده.
کله چې عام وګړي د درملو عمومي نوم اوري او څو ځله ورڅخه ګټه اخلي هغوې ته د درملو ټولې ځانګړنې څرګنده کېږي او ځینو ناروغیو لپاره ورڅخه ګټه اخلي، د بیلګې په توګه AZEPAM هغه ډول درمل دي چې په خوړلو یې د ناروغ درد ارامېږي او ډاکټران یې د درد ارامونکو درملو په توګه خپلو ناروغانو ته ورکوي د دغو درملو له نوم او د Vir وروستاړي څخه عام وګړي په دې پوهېدلای شي چې دغه درمل د درد د ارامولو لپاره کارول کېږي.
FB_IMG_1596892094771.jpg

درېیم: سوداګریز نوم

د کیمیاوي او عمومي نومونو ترڅنګ درمل یو بل نوم هم لري چې دغه نوم ته سوداګریز نوم ویل کېږي، هر کله چې یو درمل تولیدېږي د تولید لپاره یې ډېر لګښت او خورا ډېر وخت لګول کېږي له همدې کبله سوداګریز شرکتونه په خپلو جوړ کړو درملو د خپل سوداګریز شرکت نوم لګوي. هغه شرکتونه چې درمل تولیدوي سوداګرو ته دا اجازه ورکوي چې هغوی تر هغه مهاله پورې چې د دغو درملو لېږد را لېږد کوي خپل نوم په یادو درملو و لګوي.
FB_IMG_1596892101369.jpg
 
هر شرکت چې درمل تولیدوي د هر ځل تولیدولو وروسته د دې لپاره چې د خلکو پام ځانته واړوي د درملو نوم بدلوي او کوښښ کوي چې تر ټولو ځانګړی نوم پرې کېږدي، او د دې ترڅنګ هر کله چې د خپلو محصولاتو اعلانونه په رسنيو کې خپروي د خپل شرکت نوم هم د دوا په څنګ کې یادوي، د بېلګې په ډول اوس مهال په بازار کې ۶۰ ډوله (د وینې فشار د کمولو او د زړه د درزا د تنظیم) درمل پیدا کېږي دا په داسې حال کې ده چې دا ټول درمل سره ورته دي او د کیفیت له اړخه کوم توپیر نه لري او په دغو ټولو درملو کې سره ورته کیمیاوي مواد کارول شوي دي، خو هر شرکت او هر سوداګریز مرکز خپل نوم پرې ایښی دی.
FB_IMG_1596892113274.jpg

1 Comment

Comments are closed.