ولې انسانان تل د خپلو دردونو په اړه ډېرې خبرې کوي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او زياتونه: محمد عزیز پردېس
هغه کسان چې څو څو ځلې او بار بار تاسې ځوروي، د سمباده يا ( پاکوونکي کاغذ ) په څېر دي!
هغوی تاسو ځوروي او سولوي، خو په حقيقت کې د هغوی ځورول ستاسو د ځلېدا او روښانتيا سبب ګرځي او خپله… له کاره ولېږي او له منځه ځي!
د نيما يوشيج په وينا: چای دې وڅښه او د سبا ورځې غم مه کوه!
زموږ د قبر څخه يوازې يو څو موټی خاورې پاتې کېږي چې هغه هم د شمال او باد په وسيله ورکېږي.
د انسان ذهن ته وګورئ… بدمرغۍ، دردونه او ستونزې ټولوي او ذخيره کوي يې، خو هېڅکله هم د خوښيو شېبې ستاسو ياد ته نه راولي.
دا ستاسو ټاکنه ده !
دې ټاکنې ته بدلون ورکړئ، ځکه په ذهن او زړه کې مو د درد، رنځ او تشويش په ډېرولو او ذخيره کولو سره خپل عمر لنډوئ او ځان مو د ناروغيو سيند ته لاهو کوئ.
د همدې کار په دوام سره داسې پړاو ته رسېږئ چې هېڅ د خوښۍ او نېکمرغۍ سره مخ نشئ او ورو ورو منفي بافه کېږئ.
تاسو کولی شئ چې په بشپړ ډول بالعکس عمل وکړئ، کله چې درد او رنځ په تاسو راځي، اجازه ورکړئ او ويې منئ؛ خو ذخيره کوئ يې مه او ذهن او زړه مو پرې مه ډکوئ.
ولې د درد او رنځ په اړه خبرې کوئ؟
ولې انسانان تل د خپلو رنځونو او دردونو په اړه ډېرې خبرې کوي او توجه ورته کوي؛ په دې کې څه رمز دی؟
دا په ياد ولرئ، هر هغه څه ته چې ژوره پاملرنه وکړئ، نو هرو مرو به پرمختګ او رشد کوي. پاملرنه يا توجه د پرمختګ مرستياله عنصر دی. هر هغه څه ته چې ډېره پاملرنه وکړئ، نو ډېر پرمختګ به وکړئ او به پنځېږي.