- ژباړه: نسیمه محمدي
پوهانو هغه درمل کشف کړي، چې په مؤثر ډول د بدن حجرو سره د کرونا وایروس د اتصال مخه نیسي او په بالقوه ډول د کرونا وایروس په هماغه لومړیو ساعتونو کې تداوي کوي.
د دې څېړنې پایلې Cell معتبرې خپرونې خپرې کړي، چې د کرونا وایروس د درملنې لپاره یې نوې هیلې ټوکولي دي.
دا درمل د نړۍ د مختلفو برخو د پوهانو ډلې او د کاناډا او برېټېش کلمبیا پوهنتون په وسیله کشف شوي دي.
روغتیا پالانو او څېړونکو په کاناډا، هسپانیا او د ډاکټر علي میر عظیمي په مشرۍ د سویډن هېواد د انتاني چاپېریال پېژندنې ټیم، په ګډه څېړنه تر سره کړې ده.
د دې نړېوالې څېړونکې ډلې له لوري کشف شوي درمل، اوس hrsACE2 نومېږي او ډېر ژر به یې کلینیکي آزمایښتونه د Apeiron Biologics شرکت له لوري په اروپا کې پیل شي.
دې څېړنو ښودلې، چې کرونا ایروس د سږو سر بېره، په مستقیم ډول د وینې په رګونو او بډوډو کې ډېرښت مومي. د حجرو کلچر په ډاګه کړې، چې نوي درمل کولای شي د کرونا وایروس کچه ۱۰۰۰ تر ۵۰۰۰ ځلي په انساجو کې، راکمه کړي.
د نویو درملو په اړه څېړنې په دوه برخو متمرکزې دي:
- د وایروس او د انساني حجرو د غشا د تعامل ډول او د دې اتصال د بې اثره کولو میکانیزم او اخته کول.
- په رګونو کې د ناروغۍ د پراختیا څرنګوالی او په دې ناروغۍ د بډوډو اخته کېدل.
ژوزف پنینګر، په برېټېش کلمبیا پوهنتون کې د څېړونکي ټیم سرپرست ویلي، چې «موږ هیله من یو چې د څېړنو پایلې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره په پراخه کچه د درملو د تولید لامل شي.»
په څېړنه کې د ACE2 په نوم ډېر مهم پروټين د حجرو د غشا په سطحه کې کشف شوي، چې د بدن د حجرو سره د وایروس د نښلېدو په برخه کې مهم رول لوبوي.
د دې پوهانو څېړنې کلونه وړاندې د کرونا وایروس د کورنۍ په نورو ډولونو یعنې سارس پیل شوې وې. د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ په زیاتېدو د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د درملو جوړولو هڅې لا چټکې شوې تر څو یې درمل به نړېوال روغتیايي سیسټم کې شامل شي.
د څېړونکو په وینا د ACE2 پروټین لرونکي وایروسونو په وړاندې د وایروس ضد درملو نه اغېز به، د دې لامل شي چې تل د دې ډلې وایروسونو په وړاندې د انسان د اخته کېدو یوه دریڅه خلاصه وي.
سرچینه: انډېپېنډېنټ