د خوږې بورې هغه تریخ زیانونه چې تر اوسه به ترې نه وۍ خبر

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: مریم محمدي
بوره د خواږو يو ډول دی چې په عامه توګه خوړل کېږي، بوره له ګنیو ترلاسه کیږي، خو ځیني وخت دا له چغنده هم جوړېږي.
بوره په خپل ذات کې په زیاته اندازه ګلوکوز لري چې په اکثریتو بوټو، میوو او لبنیاتو کې هم موندل کېږي.
دا چې بوره څه زیان لري په دې لیکنه کې یې په اړه درته معلومات درکوو راسره اوسئ:
۱- د بورې د زر زړښت سبب کیږي
څیړونو ښودلې چې بوره د انسان پر پوست پوره اغېزه لري. د بورې د ډیرې کارونې له کبله د انسان پوستکی خپل طبیعي حالت له لاسه ورکوي او په پوستکي کې ګنجې یا ګونځې پیدا کوي.
۲- بوره وزن ډېروي
ډاکټران وايي بوره د نورو نشایستو په پرتله په بدن کې له دوو څخه تر پنڅو ځلو زر په وازګو بدلیږي.
له بلې خوا بوره د وینې ناروغي پيدا کوي. د بورې بل زیان د بدن د شکر لوړیدل چې بیا یې له کبله په همدې نوم ناروغي هم پیدا کوي.
۳- بوره د انسان روحیه خرابوي
بوره په بدن کې د داسې یو هورمون د ډېرښت لامل کیږي چې د انسان په روحیې باندې بده اغېزه لري.
څیړنو ښودلې که سړی ډیره بوره وخوري نو امکان لري چې هغه د خپګان یا دیپریشن په دایمي ناروغۍ اخته شي.
۴- بوره په کلمو کې مکروبونو ډېروي
د ډېرې بورې کارول په کولمو کې د زیان رسوونکو باکتریاوو له رامنځ ته کیدو سره مرسته کوي.
په اصل کې د بورې خوړل، په بدن کې د هغو باکتریاوو او مکروبونو له ډېرښت سره مرسته کوي چې د بورې له کارولو سره ډېر ښه تغذیه کیدای شي.
۵- بوره انسان معتاد کوي
روغتیا پلان وايي د هغو کسانو ماغزه چې ډیر وزن لري، د بورې پر وړاندې داسې غبرګون ښيي لکه معتاد کسان چې یې د الکولو او یا هم نورو معتادوونکو پر وړاندې ښيي.
هغه خلک چې دوامداره بوره خوري که د لسو ورځو لپاره بوره و نه خوري، او په دې موده کې یې سر په درد شي، خپله حوصله له لاسه ورکړي، نو پوه شئ چې هغه د بورې په اعتیاد اخته دی.
۶- بوره د انسان غوصه ډېروي
هغه کسان چې ډیره بوره کاروي کیدای شي، د نورو په پرتله ډېره غوصه وکړي. همدارنګه هغه ماشومان چې پر زده کړو ډیر تمرکز نه شي کولای هم باید د ښوونځي د ساعتونو پر مهال ډېره بوره و نه خوري.
۷- بوره د یادښت د کمزورۍ لامل کیږي
څیړنو ښوولې هغه کسان چې ډېره بورې خوري هر څه زر هیروي. دغه ناروغۍ چې د عمر په ډیریدو سره قوی کیږي، د دې سبب ګرځي چې د انسان مغز و نه شي کولای هر څه په یاد وساتي.
۸- بوره د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي
د ډېرې بورې خوړل د دې سبب کیږي چې د انسان د بدن دفاعي سیستم د ناروغیو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکړي.
کله چې یو انسان بوره وخوړي، نو د هغه د بدن دفاعی سیستم د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه ضعیفه کیږي او نه شي کولای چې مکروبونه له منځه یوسي.
۹- بوره د سرطان ناروغیو ګواښ ډیروي
د انسان د بدن سرطاني حجرې په بورې سره ډېره وده کوي. په دې اړه ترسره شوې څېړنه ښيي چې د بورې کارول کیدای شي سرطاني حجرې په تومورونو باندې هم بدلې کړي.
۱۰- بوره انسان بې عقله کوي
د بورې ډیر خوراک د انسان حافظه کمزورې کوي، چې په نتیجه کې عقل له لاسه ورکوي. د بريتانيا په یوه پوهنتون کې ترسره شوې څیړنه ښيي چې د هغو کسانو چې د ویني شکر يې لوړ وي د ماغزو هغه برخه ډیره وړه ده چې د حافظو د ساتلو دنده لري.