يو پلار خپله ۱۰ کلنه لور په کمربند وژلې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبريال: مدثر دعوت
ايران کې يو پلار هغه مهال خپله لور د کمربند په واسطه په وهلو ووژله کله چې هغې ورسره په لوړ اواز خبري کړي وې.
د حديث اورجلو پلار حسين اليف منلې چې خپله لور يې د کمربند په واسطه وژلې،دده په خبره لور يې ورباندې په لوړ اواز چيغې کړي وه او ده هم ځان نسو کابو کولای.

د رحيمې فيض په نوم يو عيني شاهدي ويلي چې حسين پوهېده چې هغه يو پلار دی ،نو ځکه قانون ورته سخته سزا نده ورکړې.
رحيمه وايي حسین وايي چې زه به حکومت ته پيسې ورکړم چې د يو څو کلونو لپاره مې بندي کړي.
د ميرور د خبر له مخې انجلۍ د ډېرو وهلو له کبله په تنفسي ناروغۍ اخته سوې وه او وروسته مړه سوې وه.

د ايران د شرعي قانون له مخې د قتل سزا اعدام دی،خو قانون د قانوني سرپرست لخوا د ماشوم وژنې لپاره د معافيت وړانديز کوي،کوم چې دا مسله پلار او نيکه ته راجع کېږي.
په بخښنې نړيوال سازمان کې ايراني څېړونکي راح بهريني فاکس نيوز ته ويلي ،پلرونه او نيکونه چې خپل اولادونه او لمسيان وژني د تناسب تابع ندي، کوم چې د ښځو او نجونو په وړاندې د ناموسي جرمونو خطر نور هم زياتوي.
پداسي حال کې چې په ايران کې د ناموسي وژنو په اړه کوم رسمي مالومات شتون نلري ،داخلي خبري اژانس ISNA اټکل کوي چې هرکال په دې اسلامي جمهوريت کې په اوسط ډول د ۳۵۰ څخه تر ۴۵۰ پوري ناموسي وژني کېږي.