د زړښت ضد د چينايي څېړونکو نوې تګلاره

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
 ژباړه: نسيمه محمدي

په دغه طريقه کې، “کاټ٧” جن چې د زړښت اصلي عامل دى، غيرفعالېږي.

په پکن کې څېړونکو د درملنيز جنونو نوې کړنلاره رامنځته کړې، چې په موږکانو کې د زړښت اغېز سرچپه/ برعکس کوي او د اوږد عمر کچه زياتوي. دغه موندنې ممکن يوه ورځ په انسانانو کې د ورته اغېزو سبب شي.

د رويټرز د راپور پر بنسټ، د روانې مياشتې په پيل کې د “ساينس ترنزيشنال ساينس” مجلې په يوې خپرې شوې مقاله کې د دغې چارې توضيح وړاندې کړې ده.
څېړونکي په دغه تحقيق کې د “Kat7″ جن غېرفعالولو ته، چې د زړښت اصلي عامل دى، اشاره کړې ده.

پروفيسور”کيو جېنګ” د دغې طرحې لارښود او د زړښت او بيا رغونې متخصص، د چين (سي ان اس) د علومو د آکاډمۍ د څارويو پېژندنې موسسې څخه وايي، چې ځانګړې درملنيزې چارې يې کارولي چې د څېړنې پايلې د لومړي ځل لپاره ترلاسه شوي دي.

پروفيسور کيو وويل:

“د ٦ – ٨ مياشتو وروسته، د تر څېړنې لاندې موږکانو په ظاهري او بدني ځواک کې ښه والى راغلى دى. اړين ټکى دا دى، چې ٢٥% د هغوى په عمر کې زياتوالى راغلى دى.”

د سي اى اس ډلې بېلابېلو برخو چاپېريال پېژندونکو د CRISPR/Cas9 طريقې څخه په ګټنې، د زړښت په زرګونه حجرې څېړلي دي. د کيو د څرګندولو سره سم، هغوى د ١٠ زره جنونو څخه، ١٠٠ جنونه په نښه کړل او متوجه شول چې د “کاټ٧” جن د زړښت د چارې په ځنډولو کې مهم رول لري.

نوموړي وويل:

“موږ په بېلابېلو جنونو کې د حجرو عملکرد، د انسان بنيادي حجرې، د مزانشيمي حجرو بېلګې، د انسان او موږک د ځيګر حجرې د څېړنې لاندې ونيولې او هېڅ ډول حجره اى زيان مو تر سترګو نشو. سره له دې، د انساني آزمايښتونو لپاره بايد اوږد مزل وکړو.”

پروفيسور کيو وويل، چې هيله من دى په بل پړاوو کې وکولاى شي دا چاره په تي لرونکو وآزمايي; البته دا چاره د زياتې بودېجي په واک کې لرلو او پراخو څېړنو تر سره کولو ته اړتيا لري.

کيو وويل:

” هيله من يو چې په راتلونکې کې وکولاى شو، د زړښت د ځنډولو چاره، حتا په لږې فيصدۍ هم کشف کړو.”