
د متحده عربي اماراتو د رسنيو دفتر ويلي، چې د ټلګرام بنسټګر د حمدان بن محمد آل مکتوم د دبۍ له وليعهد سره وليدل.
د دبۍ وليعهد په دغه ليدنه کې وويل: د تکنالوژۍ د نويو شرکتونو(ستارت آپ) د ودې لپاره د متمرکز توليدي چاپېريال له اړخه د دبۍ توانايي، دا واقعيت ثابتوي، چې په نړۍ کې ځينې بريالي ډيجيټالي شرکتونه لکه ټلګرام، امارات د خپل شرکت د مديريت لپاره ټاکي.
د ټلګرام بنسټګر په خپل وار سره وويل، چې د استارت آپ ايکوسيسټم، زېربناوې او مناسب قانونه چې دبۍ يې د سوداګرۍ لپاره وړاندې کوي، هغه يې د استعدادونو او کار پيلوونکو لپاره په مرکز بدل کړى، چې د نړيوال کېدلو په هڅه کې دي.
ټلګرام يو پيغام لېږدوونکې آپشن دى، چې تاسې ته د پيغام ليکلو او د بېلابېلو فايلونو د لېږد امکان برابروي. دا شبکه په ٢٠١٣م کال کې د پاول ډورف، د وي کانټکټ(VKontakte) ټولنيزې شبکې بنسټګر له لوري رامنځته شو.