ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
د هر انسان طبیعت دی او خوښیږي یې چې پرمختګ وکړي، خپل ژوند جوړ کړي، مالي خپلواکي ترلاسه کړي او کوم څه چې ژوند کې نه لري، هغه لاسته راوړي او خپل راتلونکې ته بدلون ورکړي. نو ځکه ځینې دلیلونه دي چې موږ یې باید وپېژنو.
ـ تل د بهانې په لټه کې یو د دې پر ځای چې منظمه خپرونه جوړه کړو او هغه عملي کړو. پرمختګ هېڅکله ناڅاپي نه رامنځته کېږي، د هغه لپاره باید هڅه وکړو ترڅو ښه پایله ترلاسه کړو. تل باید د خپل کار مسوولیتونه پر خپله غاړه واخلو، خپلې تېروتنې باید ومنو او هغه اصلاح کړو. کله چې غواړو یو کار تر سره کړو نو باید هغه عملي کړو، بهانې ورته جوړې ونه لټوو؛ځکه د بهانې په وسیله هېڅ ځای ته نه رسېږو، یوازې وروسته پاتې کېږو. که موږ تل شکایت وکړو نور ملامت کړو نو زموږ لاس ته هېڅ هم نه راځي، همدا ښه ده چې په خپله لاس په کار شو.
ـ د تېروتنو تر سره کولو څخه ډارېږئ. کله چې موږ ماشومان وو نو د تېروتنې، مسخره کولو، نیوکو او داسې نورو موضوعاتو څخه ډارېدلو، د دې لپاره چې نور وګړي پر موږ ونه خاندې. خو کله چې موږ لویان شولو که بیا هم دا عادت په موږ کې وي نو دا ښه نه ده ځکه زموږ پرمختګ لپاره خنډ ګرځي.
ـ خپل داخلي ځواک څخه ډارېږئ: موږ ټوله پوهېږو چې زموږ درون کې یو لوی ځواک دی، کوم کارونه چې لوی کسان یې ترسره کوي هغه موږ هم ترسره کولای شو؛ ځکه موږ ټوله یو ډول طبیعت لرو.
مارین ویلیامسون مشهور ویناوال په دې هکله وایي:
“هغه ژوره وېره چې د هر انسان په دننه کې شتون لري د ناتوانۍ او لږ ځواک څخه نه ده. له دې څخه ډاریږي چې نامحدوده ځواک خپل په ځان کې حس کوي دا هغه روښنایي ده چې تر بل هر څه موږ ډاروي نه تیاره.”
که موږ خپل دروني ځواک څخه ونه ډارېږو او په سم ډول ورڅخه ګټه واخلو نو بریالي کیږو.
ـ اعتماد په نفس نه لرو: په ماشومتوب کې تل پر خپل مور او پلار تکیه کوو، هر کار دوی راته کوي، نو په همدې ډول په لوی والي کې هم موږ د هغوی څخه تمه لرو چې زموږ سره مرسته وکړي او زموږ لاس ونیسي، ځکه چې زموږ اعتماد په نفس کم وي.
ـ غلطې پرېکړې کوو، تل هغه څه پسې ځو چې موږ یې غواړو، نه هغه څه پسې چې موږ ورته اړتیا لرو.
ـ خپل تېر وخت ته اجازه ورکوو چې زموږ راتلونکې کنټرول کړي.
نو که موږ د دې کارونو څخه مخنیوی وکړو نو بریالي کیږو او خنډونه له منځه ځي.