دا خواړه د سهار په چای مه خورئ

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

قهوه د تازه مالټې جوس او مستې هغه څه دي، کله چې یو کس د ښې سهارنۍ په هکله فکر کوي د هغه یاد ته ورځي. په ډېرې خواشینۍ سره چې ځینې کسان پوهېږي که ځينې خوراکي توکي په خالي معده وخوړل شي، ډېر په ګټور نه وي د دې لپاره دلته داسې خوراکي توکي تاسو ته درپېژنو چې د سهار له پلوه یې خوړل ښه نه دي.

ډوډۍ

هغه خوراکي توکي چې خمیر مایه لري، د معدې د پوښښ لایه تحریک کوي او ممکن چې د نفخ منځته راتللو لامل شي.

شیریني

د شیریني خوړل د انسولین سطحه لوړوي، چې دا د پانکراس کار زیاتوي هغه هم وروسته چې له خوب څخه پاڅېږي، پایله یې دا چې کېدای شي د دیابت یا شکر د منځته راتللو لامل شي.

مستې او د شیدو ټول تخمیري محصولات

د سهار له پلوه که مستې وخورئ، هیدرولیک اسید معده کې منځته راځي، چې لاکتیک اسید او د معده موجوده باکتریاوې له منځه وړي، نو د محصولاتو خوړل د سهار چای کې د وجود لپاره کمي ګټې لري.

رومي بادنجان

بادنجان په لوړه کچه تانیک اسید لري چې د مهده اسید زیاتوي او همدارنګه ممکن ده چې د معدې د زخم لامل شي.

بادرنګ او نور شنه سبزیجات

خام سبزیجات د آمینو اسیدونو غټې منابع دي، خو بیا هم کولای شي د زړه د سوزش، نفخ او نس درد لامل شي په ځانګړي ډول کله چې د سهار چای کې وخوړل شي.

قهوه

ځینې کسان قهوه د سهار د چای په توګه مصرفوي، خو که قهوه سهار چای کې وخوړل شي، د ډیر کافئین په درلودو د معدې لپاره مضره ده، ښه به دا وي چې له مخکې له قهوې یو ګیلاس اوبه وڅکئ.

چای

چای د نړۍ تر ټولو ښه څښاک دی، خو څښل یې د سهار له پلوه د معده اسید ډېروي او د اسید زیاتولی د معده په جدار باندې اغېز کوي او د ګوارشي سیستم د زخم لامل کېږي.

کیله

که کیله د سهار له خوا څخه وخورئ، کېدای په ډېره چټکۍ په وینه کې د مګنیزیم زیات کړي چې په پایله کې کېدای شي زړه ته ضرر ورسوي.

ګاز لرونکي څښاک

د ګازلرونکو څښاکونو مصرف د سهار له پلوه کېدای شي چې مخاط ته ضرر ورسوي او معده ته د وینې په سړېدو کې کمښت راولي، په پایله کې د ډوډۍ د هضم پروسه خنډ سره مخامخ کوي یا کموي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.