راپور: نسیمه محمدي
د کورونا وایروس له امله د څو میاشتو ځنډ وروسته، د امریکا د ښایسته نجلۍ یا ښکلا د ملکې د ټاکلو سیالۍ د دوشنبې شپه د فقید هنرمند الویس پریسلي اړوند، ګرایسلاند په ماڼۍ، تنسي کې تر سره شوه او د لومړي ځل لپاره یوه افریقایالاصله امریکايۍ نجلۍ د دغه هېواد د ۲۰۲۰م د ښکلا د ملکې لقب خپل کړ.
په دغه سیالۍ کې ۲۲ کلنه ښکلې نجلۍ د میسیسیپي ایالت څخه، د ښایسته نجلۍ مقام تر لاسه او د سیالۍ تاج یې پر سر کېښود.
سره له دې اغلې کیم لین د آیداهو ایالت څخه دویم ځای او ماریا جین دیویس د اوکلاهما ښکلې نجلۍ د سیالۍ په درېیم ځای کې دي.
د دغې سیالۍ د داورانو ډله، د ورځپاڼه لیکونکې ابي هورناسک، ګلوریا بانکس کار جوړونکې، کمبرلي بریسلر ورزشي خبریاله او د امریکا د ۱۹۹۹م د ښکلا ملکه، سوزان یارا سوداګره او لېنت کول د امریکا د ۲۰۰۰م د ښکلا ملکې ګټونکې څخه، جوړه شوې وه.
د امریکا د ښکلا د ملکې د “Power of Positivity” تاج چې د آبي تانزانیت، الماس، شین او آبي یاقوتو څخه د دبۍ”دار معوض” جواهر جوړونکي په واسطه جوړ وو، ښکلې وځلېده.