د هاضمي سیستم یوه نا ارامي چې ډیر خلک یې په اړه خبرې نه کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

 
‌‌‌‌‌‌ډاکټر نورالحق امین
د انسان هاضمي سیستم په وجود کې مهم رول لري. په هاضمي سیستم کې دوامدارې او پرلپسې نا ارامۍ که په وخت یې غم ونه خوړل شي، په اوږدمهالو ناروغیو بدلیدای شي .
انسان د هاضمي سیستم له بیلابیلو نار ارمیو سره مخ کیږي چې زیاتې له دې څخه په خوراک او ژوند بڼه کې په بدلون راوړلو سره ښه کیدای شي.
قبضیت د هاضمي سیستم یوه داسې ستونزه ده چې د افغانستان په ټولنه کې پرې ډیر خلک ان له ډاکتر سره هم خبرو ته زړه نه ښه کوي.
قبیضیت څه شی دی؟
قبضیت هغه حالت ته وایي چې یو شخص په هفته کې تر درې ځله کم ‌‌‌‌‌‌ډک رګ قضاء حاجت= (Defecation) ولري او یا هم د انسان د فاضله موادو(Feces ) غلظت زیات او سخت وي .
قبضیت د انسان د بدن هغه حالت دی که یې چاره ونه شي او دوامداره پاتې شي نو د لاندې ناروغیو سبب کیږي:
1- بواسیر- haemorrhoids
2- د مقعد زخم- Anal Fissures
3- ریکټل پرولپس- Rectal prolapse
4- پر نس او د نس څخه لاندی د پاړسوب مینځ ته راتلل چې چوره یا(Hernia ) یې هم بولي
5-د ملا درد Back pain
څنګه د قبضیت مخه نیول کیدای شي؟
• په ورځ او شپه کي باید اته ګلاسه اوبه و څښل شي البته په ګرمی کې چې انساني وجود د خولو په بڼه ډیرې اوبه ضایع کوي باید تر دې هم ډیرې وڅښل شي.• په ورځ او شپه کي باید اته ګلاسه اوبه و څښل شي البته په ګرمی کې چې انساني وجود د خولو په بڼه ډیرې اوبه ضایع کوي باید تر دې هم ډیرې وڅښل شي.
• په خوراک کي سلاته او میوه باید هیره نه شي .
• سبزیجات او غله داني د قبض مخه نیسي.
• ورزش د نورو مرضونو علاوه د قبض مخنیوی هم کوي نو ورزش مه قضاء کوئ.
• کله چي قبض یاست نو دری وخته دري دري قاچوغي بوسه (اسفغول) په یو ګلاس اوبو کی اچوی او ویې څښئ. دا چاره له ګڼو کسانو سره مرسته کوي.
• د لګزیټیو دوا د قبض د پاره استعمالیږی خو بهتره داده چي دوا د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر په مشوره استعمال سي.
 
Ref:
Bailey and love’s short practice of surgery 26th edition
Web: American Gastroenterological association
‌‌‌‌‌‌ډاکټر نورالحق امین

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.