د هیواد د کلتور ژوندي ساتلو لپاره باید دې ۲۱ ټکو ته پام وکړو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راځئ چې خپل ځان او راتلونکي نسل لپاره داسې کلتوري کړنې تر سره کړو تر څو د نړۍ د یو کلتور لرونکي هېواد او ټولنې په توګه یاد شو او خپلو ټولو کړنو او اصولو ته ټینګه پاملرنه وکړو، د کلتوري کیدو لپاره لنډه لاره، د علم او معرفت تر لاسه کول، مطالعه او کورنۍ تربیه بنسټیز رول لوبي.

دلته ځینې کړنې د کلتور د معنا او مفهوم د پوهېدو له پاره یادوم خو په دې لیکنه کې ټولې کلتوري کړنې نه دي نغښتې، کیدی شي تاسو یې هم پکې ور زیاتې کړئ.

1- کلتور یعنی، د چا له اجازې پرته د هغوی انځور یا فلم نه اخستل.

2- کلتور یعني، په ټولنیزو شبکو کې د مقابل لوري درناوی کول او له بدو خبرو ډډه کول.

3- کلتور یعنی، کله چې په یوه موضوع نه پوهیږئ باید له ځان څخه جامع الاکمالات جوړ نه کړئ او د مقابل لوري نظر ته درناوی وکړئ.

4- کلتور یعنی، د چا معاش او میاشتني حقوق په تاسو پورې اړه نه لري، او له یو کس څخه د هغه د معاش په اړه پوښتل عیب دی او دا کار مه تر سره کوئ.

5- کلتور یعنی، کله چې یو څوک به موبایل کی کوم انځور یا بل شی در ښکاروي؛ نو د هغوي نور عکسونه او فایلونه نه کتل.

6- کلتور یعنی، د چا په لهجه پورې نه خندل.

7- کلتور یعنی، چې ځان ته اجازه ورنه کړئ تر څو د نورو په شخصیت کې خبرې وکړئ او د هغوی په ویښتانو، جامو، چاغوالي او ډنګرتوب نېوکه وکړې.

8- کلتور یعنی، کله چې د یو چا له کور څخه بهر کیږئ؛ نو د هغوی غیبت ونه کړئ.

9- کلتور یعنی، کله چې نوي ملګري پیدا کړئ پخواني ملګري هیر نه کړئ.

10- کلتور یعنی، کثافات او نور مواد له موتر څخه سرک یا کوڅې ته ګوزار نه کړئ.

11- کلتور یعنی، د خپل کور له بام او یا ورسۍ څخه د ګاونډی کور ته نه کتل او د هغوی تګ راتګ نه څارل.

12- کلتور یعنی، کله چې یو چا ډالۍ درکړه؛ نو د هغې د بیې پوښتنه نه کول.

13- کلتور یعنی، د ترافیکي اصولو او اشارو څخه سرغړونه کول زموږ هوښیاری نه ده، ناوخته رسیدل تر نا رسیدلو ښه دي.

14- کلتور یعنی، د یو چا په شخصي کړنو او اموراتو کې مداخله نه کول.

15- کلتور یعنی، له شیطانت او بې معنا خبرو څخه ډډه کول.

16- کلتور یعنی، د مشرانو درناوی کول او له ماشومانو سره ښه رویه کول او په هغوی شفقت کول.

17- کلتور یعنی، هیڅ وخت له بل انسان څخه ځان لوی نه ښودل او په خپلو لوړو زده کړو ځان نه ښودل.

18- کلتور یعنی، د بحث او مجلس په وخت کې د نورو نظریاتو ته درناوی کول او د هغوی خبر نه پرې کول او په نوبت خبرې کول.

19- کلتور یعنی، د نورو کسانو خبرو ته په مینه غوږ ایښودل حتی که ماشوم هم وي.

20- کلتور یعني، له ملګرو، کورنۍ او خلکو سره د ناستې په وخت کې نزاکتونه رعایتول.

21- کلتور یعنې، د کور، موتر، ځان، سرک، کوڅې او دفتر پاکوالی ته پاملرنه او د هغه مراعات کول.