د بدن او روغتیا لپاره د ژړا ۱۴ ګټې!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: نسیمه محمدي
مونږ ټولو په کوچنیوالي کې ژړلي، خو اوس د لویانو په توګه د خپلې ژړا مخه نیسو. ځکه احساس کوو ژړا زمونږ د کمزورۍ یا خجالت نښه ده. خو آیا رشتیا هم همداسې ده؟ ژړا د غم او نارامیو د تخلیې طریقه ده. کله کله ژړل د روغتیا پال د پوې نسخې درملو څخه هم ډېر ګټور تمامېږي. روان پوهانو په عقیده د ژړا په مخنیوي سره انسان خپل ځان ته زیان رسوي، خو لومړی په خپله ژړا تعریفوو.
ژړا څه شی ده؟
ژړل د درد، غم، خوښۍ، بهرنیو څیزونو په وړاندې یو ډول، چلندي، هیجاني او عاطفي غبرګون دی او یا هم ژړا د بدن طبیعي عکس العمل دی. ژړا د احساسي عمل په توګه د انسان پورې اړوند ده او د حیواناتو د اوښکو لامل یواځې بیولوژیک او محیطي لامل لري. اوښکې او ژړا دوه جلا مفهومونه دي. ژړل د داخلي عواطفو څخه اغېزمنتوب او اوښکې تویول د بهرنیو څیزونو له امله وي. ځینې وختونه نه ژاړو خو له سترګو مو اوښکې بهېږي.
څېړونې وايي ژړا جسم او روح ته حېرانوونکې ګټې لري.
۱: اضظراب کموي
یوه ګټه یې د فیزيکي فشار له امله د احساسي نارامیو کمول دي. له ژړا وروسته رواني خوځښت پيلېږي، چې د بدن سره مرسته کوي خپل حیاتي تعادل ته ستون شي.
۲: روح پیاوړی کوي
د څېړنو پر بنسټ، که د ژړلو سره اضطراب کم شي، دا د روحیې د پیاوړتیا سره مرسته کوي. سربېره پر دې د شاوخوا وګړو غبرګون د ژړا وروسته په احساس هم اغېز لري. که هغوی ستاسې نارامي درک او مرسته وکړي، د هغه وخت په پرتله چې تمسخر کوي مو، ښه احساس به ولرئ. د ژړا وروسته ښه احساس د عاطفي ملاتړ پایله ده.
۳: ممکن حالت مو نور هم بدتر کړي!
په نامناسب ځای کې یا د هغو کسانو تر مخ چې ستاسې د ژړا په وړاندې منفي غبرګون لري. قطعا ستاسې وضعیت لا خرابوي. ژړل د ملاتړ کوونکو او زړه سواندو کسانو تر څنګ ګټه لري، خو په کار ځای کې مناسب نده. ژړل په اوږد مهاله کې حالت ښه کوي. خو ژر اغيز یې ممکن ستاسې روحیه لابدتره کړي. د څېړنو ير اساس، د غمجن فلم کتونکو بد حال درلود، مګر ۲۰ او مخصوصا ۹۰ دقیقې وروسته د فلم له کټلو وړاندې حالت څخه هم ښه روحیه درلوده.
۴: اړیکو ټینګولو ته ښه والی بښي
ژړا په لومړیو کې د مور پام راخپلولو لپاره د کوچنیانو یوه وسیله وه. نوي زېږېدلي ماشومان ډېر د مور او پالونکي د مرستې د خپلولو لپاره ژاړي. ژړا د ماشومانو یو بصري عنصري دی. د وخت په تېرېدو د ژړا بیولوژیک عمل په عاطفي کړنې بدلېږي. د بالغو افرادو ژړا عمدتا د غوښتنو ښکارندوي کوی.
۵: د پیوند رامنځته کېدو لامل ګرځي
د نورو تر مخ اوښکې تویولو سره د اړیکې جوړول، په حقیقت کې خپل زیامنتوب څرګندول دي. دا مسئله د ملاتړ کوونکو وګړو په وړاندې د پیوند او اړیکې د اتصال لامل ګرځي. ځکه تاسې په هغه دومره باور لرئ چې ژاړئ. نو ژړا دا پیغام رسوي چې تاسې نسبت هغو ته د نېژدې والي احساس کوئ، چې په خپل وار بیا د همدلۍ او عاطفي اړیکو پیاوړي کېدو سبب ګرځي، ځکه نه خوښوو خپله کمزوري بیګانه وو ته څرګنده او اوښکې د هغوو په وړاندې توی کړو او اوښکې مو خپل د ژوند تر ټولو نېژدې کس ته وساتو.
۶: مرسته کوي څه چې غواړو تر لاسه یې کړو
ژړل، کېدای شي د یوې ځانګړې غوښتنې په برخه کې د روښانه غبرګون طریقه وي. حتی که په آګانه ډول سوء قصد ونه لرو. ممکن زمونږ ژړا د غوسې د پای او په نورو کې د ګناه احساس وټوکوي او نور زمونږپه وړاندې نرم کړي. ژړا مهم ټولنیز اغېز لري، داسې چې د دعوا پر مهال د نورو غوسه کموي.
۷: د بوج او خفګان کمولو لپاره په یواځېتوب کې ترسره کېږي
څرنګه چې د اړیکو برقرارۍ لپاره ژړا مهم فکټور دی، نو بیا ولې ډېری وختونه د خلکو له سترګو لرې، په یواځېتوب کې ژاړو؟ احتمالا له یوې ستړې ورځ وروسته له افکارو سره مو یواځې غواړئ بدن ته استراحت وبښئ. په یواځېتوب کې ژړل د ماوراء نړۍ سره اړیکه جوړول وي. په اصل کې خلوت کې ژړا د مرستې د غوښتلو په معنی ده لکه له خدای څخه مرسته غوښتل.
۸: د بدن څخه زهر دفع کوي
د ویلیام فري د څېړنو په بنسټ، اوښکې د بدن زهر دفع کې مرسته کوي. فري د سترګو د تحریک له امله اوښکې( د پیاز میده کول) د عاطفي اوښکو سره مقایسه کړې او کیمیاوي توپیر ته چې د اضطراب د اغېز له امله وو، خبر شو. په دې اړه نورو څېړنو ته اړتیا ده.
۹: د طبیعي انتې سپتیک په څېر عمل کوي
په احتمالي ډول ژړا د باکتریاوو د له منځه وړلو سره مرسته کوي. اوښکې د لېزوزوم په نوم پروتین لري، چې مضره مالیکولونه له منځه وړي.
۱۰: د سترګو سره مرسته کوي
د اوښکو بیولوژيکي رول د ګرد، ډوړو او خاورو په وړاندې د سترګو لمدې ساتل دي. عاطفي اوښکې بیولوژیکي پروسه ده بلکه د انسان یو پېچلی حالت دی، چې د احساسي لامل له امله رامنځته کېږي نه فېزیکي. د اوښکو نه شتون د سترګو د وچوالي، درد، او په پای کې د ړوندوالي سبب ګرځي. د عاطفي ژړا سره دا اړیکه لا روښانه نده مګر د شوګرن سندروم ناروغانو( چې د سترګو د شدید وچوالی) ښودل شوې په دې وګړو کې احساساتي وړتیا کمه تشخیص شوېده.
۱۱: جنسي هورمونونو سره تړاو لري
په هره اندازه چې د تستوسترون یا نارینه هورمون په نارینه وو کې زیات وي د ژړا احتمال کم وي. د پروستات په سرطان اخته نارینه چې د هورمون ضد درمل تر لاسه کوي او همدارنګه په حیواناتو کې تر سره شوې څېړنې څرګندوي تستوسترون هورمون د ژړا ځنډېدو په توګه عمل کوي. په ښځینه ووکې، د استروجن یا هماغه ښځینه جنسي هورمون د میاشتې عادت څخه وړاندې او له زېږون وروسته ژړا زیاته کړي.
فرهنګي مسایل هم په ښځینه او نارینه کې په ژړا اغېز کوي. ژړا په دواړو جنسونو کې پېښېږي، خو ښځینه له نارینه وو زیات ژاړي، ځکه نارینه د ټولنې د قضاوتونو له وېرې ژړا ته لېواله نه وي.
۱۲: مهم جسمي اغېز لري
ژړا د احساس تر څنګ یو فزیکي عمل هم دی. درد، هق هق، سر درد، د پوستکي پړسوب، د پوزې اوبه او د بدن لړزه د ژړا جسماني اثرات دي. که څه هم د ژړا په پای کې بدن هوساینه تر لاسه کوي، خو په لومړیو دقیقو کې ژړا زیات فشار جوړوي. کله چې ژاړو، د زړه ضربان او د بدن خوله زیاتېږي. په اصل کې ژړا د بدن لپاره یو د دروند کار په څېر ده.
۱۳: د هورمون په سطح اغېز کوي
ژړا د اندروفین هورمون سطحه لوړوي. دا د بدن طبیعي خووښونکي او خوشحاله کوونکي هورمونونه دي، نو ژړا فشار کم او ښه احساس زېږوي. له همدې امله د غمګین فلم کتو پر وخت ژاړو، یوې څېړنې کې ولیدل شول. اوکسې توسین یا هماغه د مینې هورمون د میندو په بدن کې د ماشوم د ژړا په لیدو زیاتوي.
۱۴: د خوښۍ ژړا د بدن د هوساینې او آرامتیا سره مرسته کوي
په لوړه کچه د مثبتو احساساتو پارېدنه هم د ژړا لامل ګرځي. د احساساتو له امله ژړا نسبت مثبتو احساساتو ډېره مروجه ده، خو شدید مثبت احساسات هم مونږ په ژړا کوي. په ظاهره ژړل د شدید فیزیولوژیک حالت او دواړه مثبت او منفي ډول د احساساتو پورې تړلي او لوړې عاطفي تجربې څخه پېښېږي، سم کله چې شخص د خپل احساس په تخلیه پیل کوي.
سرچینه: روزیاتو