
لیکنه: سوفیا دورو
ژباړه: ملیحه ناصري
د هوا د خرابوالي په اړه یوه څېړنه ښیي چې د عمومي سړکونو په پنځوس مټرۍ کې ژوند کول, لس سلنه د سږو پر سرطان د اخته کېدا امکان ډېروي.
دغه څېړنه چې د پینځه لسو روغتیایي او چاپېریال ساتونکو سازمانونو له خوا شوې , دا هم وایي؛ هغه ځای کې اوسېدل چې تګ راتګ او ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي ؛ نو څورلس سلنه د ماشومانو د سږو د تکامل مخه نیسي.
د زړه او سږو د بېلابېلو ناروغیو او له کاره لوېدو لامل هم کېږي.
دغه سازمانونه وایي چې ټول دولتونه باید تر دوه زره او دېرشم کاله پورې د هوا د کیفیت په اړه سره یو شي.
د همدغو سازمانونو غړی ډاکټر راب هیوز وایي: د هوا خرابوالی واړه او زاړه ټول په ناروغیو اخته کوي؛ خو غالبا نښې یې نه رابرسېره کېږي.
د سږو برېتانیایي بنسټ مشر ډاکټر پېني ووډز داسې وایي: ښکاري چې ورځ تر بلې به موږ تر پخوا لا ډېر , پر خپلو سږو د خرابې هوا د وحشتناکه اغېز شاهدان یو.
خرابه هوا د ماشومانو د سږو د تکامل مخنیوی کوي او هغه کسان چې لا پخوا د سږو پر ناروغیو اخته دي, حالت یې نور هم خرابوي.