«زما لپاره په دې باور کول ناممکنه وه. وروسته مې فکر وکړ، چې اوو خدایه دا به زما خور یي.»
دا چې د ۷۳ کلنې کريپن حافظه د زوړوالې له امله ستونزه لري، نو بورو ورته پر تخت د خپل پلار نوم نویشته کړ او کریپن ورته وویل، چې هو زه ددې سړي لور یم.
کريپن چې خورا زیات کلونه یې د خپلې خور په پيداکولو کې هڅه کړې وویل:
«دا د خدای ج مهربانیت دی، چې زه یې دې مرکز ته راوستلم. زه خدای ج په دې خاطر دې مرکز ته راوستلم، چې خپله خور پیداکړم.»
دا دوې خویندي ۵۰ کلونه سره نادرکه وې. دوی له یوه پلاره، خو له دوو جلا مورګانو څخه زېږېدلې دي.
کریپن خپل مور لویه کړې اما بورو هغه مهال چې ۶ میاشتنې وه په یوه بل کور کې د نامعلوم دلیل له امله لویه شوې.
ویل کیږي، چې دا دوې خویندي نوري خویندي او وروڼه هم لري او د هغوی په موندلو هم بریالي شوي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes