ژباړه او راټولونه: نسیمه محمدي
د کرونا نوی او وژونکی ویروس څو اونۍ وړاندې له چین هېواده خپور شو، د اخته کسانو شمېر ۹۸۰۰ او د مړو شمېر ۲۱۳ تنو ته رسېدلی او لا هم دا شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او حتا د روغتیا نړيوال سازمان هم بېړنی حالت اعلان کړ.
د رویترز خبري آژانس په حواله د دې ویروس د خپرېدلو سرعت او قدرت دومره اوچت دی، چې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسه روزانه په چین هېواد پرې اخته کېږي او د دولتي راپورونو پر اساس د جمعې ورځې تر سهار ۹۸۰۰ (۹۶۹۲ چینايان دي) د دې ویروس نښې څرګندې کړې دي.
دا شمېر د ۲۰۰۳ – ۰۲م کال د سارس ویروس له ټولو اوختو تلفاتو څخه لوړ رقم دی.
پر همدې اساس د چین روغتیايي سازمان د جمعې پر ورځ سهار په خپره کړې اعلامیه کې وویل: “په چین کې د دې ویروس له امله د مړو شمېر ۲۱۳ تنو ته رسېدلی…”
که څه هم د دې ویروس د (پانډمیک) ګواښ لا مشخص نه دی، خو چینايي مسوولین وايي: “دا ویروس په مخفي دوره کې هم ناقل دی، هغه دوره چې ګمان کېږي له یوې تر څوارلس ورځو اوږده وي.”
د چین د تلفاتو بر خلاف، د دې هېواد له پولو بهر دا ناروغي کنترول او د مړو راپور نه دی ورکړل شوی.
د راپور پر بنسټ دې ناپېژندل شوي ویروس نښې په ۲۶ هېوادونو کې راپور ورکړل شوی او د ۱۲۹ تنو د ناروغېدو خبر ورکړل شوی دی.
لږ تر لږه د چین ۱۶ ښارونه په بشپړ ډول قرنطین او د ۶۰ میلیونه وګړو په شمېر حتا له خپلو کورونو د وتلو اجازه هم نه لري.
د روېټرز په حواله د پېکن حکومت هوډ لري، د قرنطین شویو وګړو د اسانتیاوو او د خوړو د برابرولو لپاره د ۲۰۲۰م د پسرلي لپاره له ذخیرهشویو مېوو او سبزیجاتو کار واخلي.
بزنس اینسایډرلیکي: “بېلابېلو هېوادونو لکه آمریکا، کاناډا، انګلیس، فرانسه، هند، نیوزلنډ، فنلانډ، مصر، استرالیا، آلمان او جاپان له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د اړینو مواردو پرته، چین ته له سفره ډډه وکړي.”
د روېټرز د بل خبر له مخې ۱۷ هېدوادونو له دې جملې ایر فرانس، برېټېش ایرویز، امریکن ایرلاینز، لوفتهانزا او ترکېش ایرلاینز، خپل هوايی پروازونه دې هېواد ته لغو کړي دي.
د کرونا ویروس د ناروغانو د شمېر په زیاتېدلو د روغتیا د نړیوال سازمان په جینیوا کې له جلسې وروسته، نړیوال بېړنی حالت اعلان کړ. دې سازمان له چین بهر د ناروغانو د شمېر په ډېرېدلو دا حالت اعلان کړ.
سره له دې، د روغتیا نړيوال سازمان له چین سره د یوسوداګرۍ او سفر د منع، چې دا هېواد یې سرچینه ده، څه ونه ویل.
د دې سازمان عمومي مشر «تدروس آدانوم ګبریسوس» په خبري غونډه کې وویل: “د [اضطراري حالت اعلانول] د هغه څه له امله نه دي چې په چین کې پېښ شوي، بلکې په نورو هېوادونو کې د پېښو له امله دي. زمونږ وېره د روغتیا د کمزوري نظام لرونکو هېوادونو ته د دې ویروس د ظرفیت له امله ده.
ویل کېږي د کرونا دا ناپېژندل شوی ډول، د ۲۰۱۹م په وروستیو کې د وهان په هوبي سیمه کې د ناقانوني خوړو له خرڅلاو پيل شوی دي.
د روغتیاپالانو په خبره، کرونا د خپلې ډلې د سارس، چې د ۲۰۰۲-۰۳ کلونو کې ۸۰۰ وګړي د مرګ خولې ته ورکړل یا د منځني ختیځ د (مېرس) چې په ۲۰۱۲م له ۷۰۰ زیات تلفات درلودل، وژونکې نه ده. د کرونا ویروسونه د ویروسونو عمومي ډله ده، چې د تنفسي سیسټم اړوند ناروغۍ له معمولي ذکام نیولی تر برونشېت (ذات الریه) او د تنفسي دستګاه د منتن کېدلو سبب ګرځي.
دا ویروس چې د CDC (روغتیا نړیوال سازمان) له لوري تر اوسه نه دی نومول شوی، چې د تنفس او تماس له لارې انتقالېږي، چې همدا چاره یې کنترول ستونزمنوي. دا ویروس (د تنفس د شکنجې حاد سندروم) یا ARDS په اخته کس کې ایجادوي، یوه خطرناکه تنفسي ناروغي ده، چې په پراخه توګه د سږو په التهاب او منتن کېدلو پیل کوي. وروسته د مایع څخه د سږو وړې هوايي کڅوړې ډکېږي او همدا د دې لامل کېږي چې ناروغ کافي اکسیجن ترلاسه نه کړای شي او روغتون ته د انتقال پر وخت یې د مرګ لامل شي.
د چرګانو له غوښې، سمندري خوړو او حېواني محصولاتو څخه په کلکه ډډه وکړئ.
ذکام، پرنجی، تنفسي ستونزې، تبه او معمولي سردرد د دې ناروغۍ نښې دي.
د دې ویروس د مخنیوي لپاره ډاکټر شراد ځینې احتیاطي لارې چارې یادوي، چې په لاندې ډول دي:
۱ – جوش او ګرمې اوبه څښل؛
۲ – د وېټامین سي، زېنک، او بي کمپلکس ډېره استفاده کول؛
۳ – زنجفیل، مرچک، په جوش اوبو کې کورکامین کارول ډېره مرسته کوي؛
۴ – د ترکارۍ سوپ.
څرنګه چې ویروس د انتي بیوتیک سره ځواب نه ورکوي، نو ګرم مایعات څښل، لکه جوش اوبه ډېرې وڅښئ.