د ازادې مبارزې مسلمان لوبغاړي پلار کورونا وایروس مړ کړ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
خبريال: مدثر دعوت

د روسيې هېواد د ازادې مبارزې مسلمان لوبغاړي خبيب نورمحمدوف پلار له کورونا وایروس سره تر اوږدې مبارزې وروسته په ۵۷ کلنۍ کې مړ شو.
د خبيب پلار چې د خپل زوی د مسلک روزونکی هم و، په اپريل مياشت کې په کورونا وېروس اخته شوی و او تر ډېره په کوما کې و.
وروسته يې حالت ښه شو او زوی يې د هغه د بشپړې روغتيا خبر ورکړ، خو تر يوڅه وخت وروسته يوځل بيا يې حالت خراب شو او د روسيې پلازمېنې مسکو کې يو پوځي روغتون ته د درملنې لپاره ولېږدول شو.

يوځل ورباندې د زړه حمله راغله، د کوما حالت ته ولاړ او د جراحۍ عملياتو ته يې اړتيا پيدا کړه.
د چيچين د جمهوريت مشر او د کورنۍ ملګري رمضان قادروف تائيد کړه چې عبدالمناف نورمحمدوف مړ شوی دی.
کله چې د خبيب پلار د لومړي ځل لپاره ناروغ شو، خبيب رسنيو ته وويل چې د کورنۍ ۲۰ کسان يې په کرونا وېروس اخته دي چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
خبيب نورمحمدوف به د سپټمبر په شلمه نېټه خپله راتلونکې لوبه ترسره کړي، خو هغه مهال چې پلار يې ژوندی و، ويلي يې وه چې سخت تمرينات يې پيل کړي، غواړم له خپل کمربند څخه دفاع وکړم او همېشه په غوره حالاتو کې و اوسم، د ده په خبره که څه هم پلار مې ناروغ دی، خو اجازه نه راکوي چې د ده د ناروغۍ په خاطر زه خپل تمرينات پرېږدم.

څو اونۍ وړاندې د ازادې مبارزې نړيواله درجه‌بندي خپره شوې وه چې خبيب نورمحمدوف پکې لومړی مقام درلود.