پر روحیاتو د کرونا منفي اغېز

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
  • لیکنه: ملیحه ناصري

تر دې مخکې چې کرونا خپره شي، انګازو یې نړۍ ولړزوله، لا خپره نه وه چې اندېښنو مغزونه لاندې کړل. څومره چې اندېښنې او سټرس ته لاره ورکړئ، هومره مو د وجود معافیتي سیسټم کمزوری کېږي او تر پخوا مو ښه ورته چمتو کوي چې کرونا مو په اسانۍ ونیسي.
کرونا جدي مسئله ده، باید تدبیر ورته ولرو، ځان وساتو، خو الهي تقدیر باید هېر نه شي. له تقدیره تېښته نه شته، پر قضا او قدر باور حتمي دی، تقدیر هم پر دعا بدلېدی شي، خو په ځانګړو شرایطو کې. د زابل او ورته نورو ولایتونو دومره کسان چې په یوه ورځ کې شهیدان شول، یو هم کرونا ونه واژه، تقدیر و ورورسېد، د مرګ نېټه یې وه چې رسېدلې وه. موږ افغانانو ته اړتیا ده چې د هرې کورنۍ مشران په کافي اندازه د کورنۍ ماشومان غړي د کرونا په اړه له اندېښنو وساتو. که مشران داسې لارورکي شي، نو واړه خو هسې هم د مشر خولې ته ناست وي.
مرګ حق دی، څه وړاندې څه وروسته، نېټه یې نه بدلېدونکې ده، تر زېږون دمخه یې وخت ټاکل شوی. موږ مسلمانان چې هر کله د ژوند او تقدیر پر واقعي مانا ورسېږو، هله به د دا ډول پېښو پر وړاندې یوازې صبر کوو او تدابیر به نیسو. ټوله وېره مو له مرګه ده له بل څه خو نه ده، که هر څومره ځان وساتو له مړینې تېښته او ډار نه دی پکار. د حضرت موسی علیه سلام په هکله یو حدیث شریف دی چې دلته یې ژباړه درته لیکم:
“له حضرت ابو هریرة رض څخه روایت دی چې ملک الموت موسی علیه سلام ته راغی، کله چې ورته راورسېد موسی ع یوه کلکه څپېړه ورکړه (په همدې څپېړه د عزراییل ع سترګه ړنده شوه) ملک الموت الله ج ته بېرته ورغی او ورته یې وویل: داسې بنده ته دې ور ولېږلم چې مرګ نه غواړي، الله متعال یې ړنده سترګه ورجوړه کړه او ورته ویې وویل: بېرته ورشه او ورته ووایه چې خپل لاس دا غوا پر شا کېږدي او د هر هغه ویښته په اندازه چې تر لاس لاندې یې شوی، یو کال نور ژوند ورکړل کېږي. کله چې دا خبره موسی ع ته ورسېده ویې ویل: ربه! تر هغې وروسته بیا څه کېږي؟ ورته ویې ویل: تر هغې وروسته بیا مرګ دی. موسی ع وویل: نو همدا اوس دې وي!”
بله اړینه خبره د کرونا په اړه چې غټ مصیبت ګڼل کېږي او د ټولو پر روحیاتو یې منفي اغېز پرېښی، دا ده چې تر څو د الله متعال اراده نه وي، هېڅ ډول پېښه مومنانو سره نه کېږي، آیت شریف دی:
قل لن یصیبنا الا ما کتب الله لنا هو مولنا، و علی الله فلیتوکل المومنون (التوبه/ ۵۱)
ژباړه: هر څه له خیر او شر نه موږ ته نه رسېږي، خو هغه چې الله ج مقدر کړي وي. هغه زموږ مولا او سرپرست دی. او مومنان دې پر الله ج توکل وکړي او بس.
که چېرې له روحي او اروایي پلوه ځانونه هر ډول مصیبت ته تسلیم کړو او غاړه ورته کېږدو، نو په اسانه پر موږ برلاسی کېدی شي. زموږ ټولنه یوه اسلامي، پر مذهب ولاړه، پر عقایدو ټینګه ټولنه ده، نو موږ ته بویه چې د داسې مرض پر وړاندې د الله ج لیکل شوی تقدیر هېر نه کړو . ځینو چارو کې انسان مجبور مطلق وي او ځینو کې اختیارمن، خو تر اوسه انسانان په داسې څه نه دي بریالي شوي چې د دې پېښې مخنیوی وکړی شي. الله ج ته به د تعظیم سر ټیټ ساتو او مرسته به ترې وغواړو. په روحیاتو خرابولو نه ځان له مرګه ساتلی شو نه بل. که چېرې په ځان ساتلو څوک د رب له ارادې تښېدلی شوی، نو نن به د موناکو (مراکش) ولسمشر پر کرونا اخته نه و، ځکه هغه ولسمشر و، دستکشې، ماسکونه، ضدعفوني توکي هر څه ورته برابر وو، ولې یې ونیوه؟
د رب اراده بېله ده او چې څه وغواړي هغه کېږي. که له مرګه تېښته کېدای شوی، نمرود خو ځان په ښیښه کې بند کړی و، په اصطلاح قرنټین و، خو هملته یې وواژه.
ټولو ته په دې سختو شرایطو کې ضرور ده چې روحي حالتونه سم وساتي او خراب یې نه کړي. پر الله ج توکل وکړئ، بېشکه چې الله متعال ظالم نه دی. هغه دې راپېښ کړي چې د دنیا او اخرت سعادت او نېکمرغي مو پکې نغښتې وي.
فتوکل علی الله ان الله یحب المتوکلین (آل عمران / ۱۵۹)
فتوکل علی الله و کفی بالله وکیلا (الاحزاب / ۳)
FB_IMG_1584437657487.jpg
حسبنا الله و نعم الوکیل. ( آل عمران / ۱۷۳ )
FB_IMG_1584074875355.jpg
لا یکلف الله نفسا الا وسعها (البقرة / ۱۸۶)