ژباړه: نسیمه محمدي
په دې ورستیو کې هېوادونو، صحي لارښونې جدي کړي. ټولنیز واټن ساتل، د شخصي محافظتي تجهیزاتو څخه ګټه اخیستل (PPE) په ځانګړې توګه په عمومي ځایونو کې د ماسک اغوستلو ټینګار کوي. رسمي لارښونې ورو ورو د تکامل او بشپړېدو په حال کې دي او د لومړیتوبونو درجهبندي چې ورته (د کنټرول سلسله مراتب) وايي، د کرونا په مهارولو کې اصلي استراتیژي ده. په دې سلسله د مراتبو کې، واټن ساتل، مېکروب ضد مایع او د لاسونو وینځل اصلي او مهم ټکي دي. دستکشې او ماسک وروستۍ حللارې ګڼل کېږي.
ولې روغتیايي لارښونې سختې شوي، بهر تګ پر وخت له خلکو غوستل کېږي، چې ماسک واغوندي؟
یو دلیل دا دی چې د اخته کسانو ډېره برخه له نښو پرته/ پټ ناقلین دي، چې په ناخبرۍ سره د کرونا وایروس/ کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له ځانه سره لېږدوي. ماسک اغوستل د نورو د اخته کېدو څخه مخنیوی کوي او په (کور کې پاتې کېدل) خو لا ښه استراتیژي ده. په ضمن کې د ټوټه یې جوړو شویو ماسکونو کارولو سپارښتنه کېږي، تخصصي ماسکونه (د جراحۍ او N95 ماسکونه) د روغتیايي کدر د کارولو لپاره اړین دي، او موږ د دې ډول حرفه یي ماسکونو د کمښت شاهدان هم یو.
آیا کورني/ په لاس جوړ شوي ماسکونه د محافظت لامل کېږي؟
باید پوه شو، چې د ځان او د نورو د ساتنې لپاره تر ټولو غوره لار په کور کې پاتې کېدل دي. د اړتیا په صورت کې د کورني ماسک کارول د نه ماسک څخه ښه دي.
مهم ټکی دا چې خلک له کورني ماسکونو څخه د سمې کارونې په اړه نه پوهېږي. که په کار ځای کې د محافظتي توکو په کارولو اړ اوسو، لومړی باید د توکو د کارولو په اړه پوهه ترلاسه کړو، خو که ماسک له مخ لرې کوو، باید داسې ځای کېښودل شي، چې نور ورسره تماس ونه لري او لاسونه هم باید ژر ووینځل شي. که مو ماسک نه وي وینځلی باید د بهر تګ پر وخت بل ماسک وکاروو.
له علمي اړخه هره ذره چې لویه وي، ژر په ځمکه لوېږي، او کورني جوړ شوي ماسکونه هم دا ځږې ذرې فېلټر کوي، خو کوچنۍ ذرې له دې ماسکونو تېرېږي. نو دا ډول ماسکونه په مغازو او پلورنځایونو کې، د ناروغ کس د تنفسي ککړو ذرو د خپرېدو څخه مخنیوی کوي. د دې ټکي پوهول خلکو ته ډېر اړین دي، ځکه په کرونا وایروس اخته، ډېری کسان هېڅ نښې نه لري.
د عامو خلکو لپاره کوم ډول او له کومو ټوټو جوړ شوي ماسکونه مناسب دي؟
تر اوسه د ماسکونو څخه د ذرو د انتقال په اړه، څو څېړنې ترسره شوي دي؛ خصوصاً هغه ذرې چې کوچنۍ او فېلټر کول یې ستونزمن دي. دې څېړنو ښودلې چې معمولاً پېړ رختونه کوچنۍ ذرې فېلټر کوي، لکه (د لاس وچې رخت یا د برقي جارو فېلټر)، خو له دې سره تنفس او سا اخیستل سختېږي او تنفسي ستونزې د دې ماسکونو د نه کارولو لامل ګرځي. همدارنګه هېڅ یو له دې ماسکونو څخه د مخ شاوخوا د اوبورسېدو مخ نه نیسي. په هر حال کوچنۍ ذرې د ماسک له څنډو تېرېږي، نو هېڅ قطعي دلیل د دې ذرو د استنشاق د مخنیوي لپاره نشته، خو په ټوله کې ټول رختونه د لویو او ځږو ذرو د تېرېدو مخنیوی کوي.
د کوچنیو ذرو د عبور په اړه د بېلابېلو رختونو مقاومت توپیر کوي، خو ۹۰٪ یې کوچنۍ ذرې نشي دفع کولی. حرفه یي ماسکونه (جراحي/ N95) ډېر قوي دي، خو باید وویل شي چې دا ماسکونه د مرسنتدویه او روغتیايي پرسونل لپاره، چې د ناروغانو سره مستقیماً په تماس کې دي باید وساتل شي.
د ځان او د نور د ساتنې لپاره د بهر تګ پر مهال باید له نورو واټن ولرو، حتا که ماسک هم ولرو او دا باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي.
له ماسک بیاځلي ګته اخیستل، څومره بې خطره او د استفادې وړ ده؟
که د جامو وینځلو ماشین موجود وي، د کورنیو ماسکونو د وینځلو لپاره ښه دي. باید څو ماسکونه ولرو، چې د وینځلو پر وخت بل ماسک د کارولو لپاره موجود وي. ضرور نه ده چې د ماسک جوړولو لپاره خیاط و اوسو، ځینې کسان د ټیکري او د غاړې دستمال څخه ماسک جووړي. N95 باید و نه وینځو. ښه لاره يې په کاغذي کڅوړه او په ګرم ځای کې، د یوې اونۍ لپاره ايښودل دي، چې احتمالي کرونا وایروس د ناروغه کولو وړتیا له لاسه ورکړي.
که د ټوټه یي ماسوکونو وینځلو ته لاسرسی ونه لرو، په کاغذي قوطیو کې باید وساتل شي. په وروستیو کې ښودل شوې چې ټوټه یي ماسکونه په هوا کې د ۲۰ ورځو په لړ کې، موجود وایروس خپله وړتیا له لاسه ورکوي.
آیا نور شخصي محافظتي توکي، لکه دستکشې اغوستل، ګټور دي؟
ځینې کاروپوهان د دستکشو اغوستل، د طبي او مرسته کوونکو پرته، عامو وګړو ته نه توصیه کوي، ځکه سربېره پر دې چې چندان ګټور نه دي، په سم ډول نه کارول کېږي. که چېرې دستکشې واغوستل شي، نور نو باید په هېڅ ډول موبایل او د پیسو بټوې ته لاس ور نه وړل شي، همدا چې لاسونه لمسېدونکو سطحو ته نېږدې شي، نور نو د دستکشو په لاس کول کومه ګټه نه لري.
د انتاني ناروغیو ځینې روغتیاپالان ټینګار کوي، چې د دستکشو اغوستل ممکن د ماسک د کارولو په څېر، په تېروتنه د مصؤنیت احساس پیدا او دا په خپله د لاسونو نه وینځلو لپاره پلمه شي. همدارنګه که دستکشي په سمه توګه ځای پر ځای نشي، شاید په خپله د ککړتیا سرچینه وي.
باید په یاد ولرو چې د ناروغۍ د کنټرول په سلسله مراتبو کې شخصي محافظتي توکي (دستکشې، ماسک او…) وروستۍ چاره ګڼل کېږي. وړاندې تر دې لا ښکاره وه چې د دستکشو او ماسک اغوستل د وایروس په مهارولو کې تر ټولو کم اغېز لري. له همدې امله د کرونا وایروس په وړاندې د مخنیوي لپاره غوره ټکي عبارت دي له، واټن ساتل، پاکوالی او میکروب ضد مواد او د لاسونو پرلهپسې وینځل.
سرچینه: coronawatch.af