ژباړه: نسیمه محمدي
څېړونکو ترلاسه کړې چې د وینې د حجرو شمېر ممکن د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره مقدمه وړاندې کړي.
د Health day څخه په نقل، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ شاید د هغه څه د اغېز له امله وي، چې د سیتوکین طوفان یې بولي.
د سیتوکین د آزادولو سندروم، د التهابي سیسټميک سندروم یو ډول دی او په سختو حالاتو کې د سیتوکین د آزادولو سندروم، د سیتوکین طوفان په نامه یادېږي.
د سیتوکین د آزادولو سندروم هغه وخت رامنځته کېږي، چې د وینې زیات شمېر سپینې حجرې لکه B لمفوسایټ، T لمفوسایټ، طبیعي وژونکې حجرې، ماکروفاژونه، فعال شوي ډنډرایټ او مونوسایټ حجرې او ټول التهابي سیتوکین آزاد او د زیاتو سپینو حجرو د فعالېدو او تحریک سبب شي.
په یوې تازه څېړنه کې، څېړونکو ۵۲۲ په کوویډ- ۱۹ اخته ناروغان چې عمرونه یې د ۵ ورځو او ۹۷ کلونو ترمنځ وو او په ډسامبر او جنورۍ کې د چین په وهان کې بستري ول، وارزول.
همدارنګه دې څېړنه کې ۴۰ کسیزه سالمه څارونکې ډله هم شامله وه.
د څارنې ډلې په پرتله، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ۷۶٪ ناروغانو، د T حجرو (د وینې یو ډول سپينې حجرې چې د وایروسي انتاناتو په وړاندې ځواب ویلو کې مهم رول لري) کچه ټیټه وه.
د آی سي مراقبتونو په برخه کې د بستري ناروغانو T حجرې، نسبت هغو ته چې د آی سي، مراقبتونو ته یې اړتیا نه درلوده، ډېرې کمې وې.
د څېړنو پر اساس د ۶۰ کلونو څخه لوړ عمر لرونکو ناروغانو تر ټولو کم شمېر T حجرې درلودې.
څېړونکو څرګنده کړه: د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ څخه د ژوندي پاتې ناروغانو T حجرې زیاتې کمزورې او بشپړې کارکردهګۍ ظرفیت یې نه درلود.
همدارنګه، په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته ناروغان په زیاته اندازه سیتوکین (هغه پروتین چې د معمول سره سم، د مېکروبونو په وړاندې مبارزه کوي) لري.
له حده زیات سیتوکین، د سیتوکین د التهابي غبرګون طوفان جوړولای شي، داسې چې پروتین په سالمو حجرو برید کوي.
له دې معلومېږي، چې کرونا وایروس په مستقیم ډول په T حجرو برید نه کوي، بلکې د Frontier in Immunology مجلې د څېړونکو په وینا، د سیتوکین د آزادېدو سبب ګرځي، چې هغه هم د T حجرو لمنځه تلو او خرابېدو لامل ګرځي.
څېړونکو وویل؛ د څېړنې پایلې به د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د درملو لپاره یوه پیلامه وي.
د چونګ لېنګ پوهنتون څخه، ډاکټر یونګوین چن وویل: “باید د T حجرو د شمېر او دندې په اړه، او د ناروغانو د تنفسي سیسټم کار کولو ته، ډېره پاملرنه وشي او هغه ناروغان چې کم شمېر لمفوسايټونه لري، ژر مداخله تر وشي.”
راتلونکې څېړنې باید د کم شمېر T حجرو لرونکو د ډلو، چې ممکن په کوویډ- ۱۹ ناروغانو کې ډېر مهم وي، د تقويه کوونکو درملو د پېژندلو او مؤثریت په اوړه وي.