- ژباړه: نسیمه محمدي
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ اعلان کړه، چې د هغه دولت د روغتیا نړيوال سازمان بودیجه بنده کړه.
د ټرامپ په وینا، دغه سازمان د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې.
د امریکا ولسمشر دا نړیوال بنسټ، د ناسم مُدیریت او په چین هېواد کې د کرونا د خپرېدو په پټولو متهم کړ او ویې ویل، د روغتیا نړیوال سازمان باید ځواب ووايي.
نوموړي وړاندې هم، دغه سازمان د چین څخه په ملاتړ او طرفدارۍ پړ ګڼلی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا وایروس په وړاندې د ټرامپ د مبارزې تګلاره په آمریکا هم د مخالفتونو سره مخ ده.
امریکا د نړیوال سازمان تر ټولو لوی مالي ملاتړ کوونکی دی، تېر کال امریکا ۴۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې وه.
ټرامپ په دې اړه وویل: “د کوویډ- ۱۹ وبا سره، دا اندېښنه پیدا شوې، چې آیا د روغتیا نړیوال سازمان اړوند د امریکا دا مخلصانه مرستو څومره پر ځای او په ښه ډول استفاده شوې ده.”
د ټرامپ له نظره، د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا چین په وهان ښار کې د کرونا وایروس د لومړيو نښو په ښکارېدو، ونه توانېد له دې ناروغۍ دقیق درک وکړي.
ټرامپ وویل: “که چېرې دې سازمان خپل کارپوهان چین ته لېږلي وای، چې شرایط په په دقت وڅېړي او د چین عدم شفافیت معلوم کړي، نو د ناروغۍ کنټرول سره به د قربانیانو شمېر او اقتصادي محدودیتونو امکان کم وو.”
ټرامپ زیاته کړه، خو هغه څه چې د روغتیا نړیوال سازمان تر سره کړل، د چین د دولت له کړنو څخه ملاتړ و.
سرچینه: Independent