- ژباړه: نسیمه محمدي
په داسې حال کې چې په نړۍ کې ورځ تر بلې د کرونا وایروس د قربانیانو شمېر زیاتېږي، «بېل ګېټس» په امریکا کې پر دې وایروس د برلاسي لپاره د متخصص په مرسته، چې د بېل او ملېنډا ګېټس له بنسټ سره مرسته کوي، درې مرحلهیي طرحه وړاندې کړه.
ګېټس چې په ۲۰۱۵م کې له یوې وبایي ناروغۍ سره د نړۍ د مشرانو د مبارزې په اړه اشاره کړې وه، هوډ لري چې له خپلې طرحې سره کرونا وایروس ته ماتې ورکړي. ګېټس په خپل یادښت کې ویلي: “هېڅ شک نشته چې متحده ایالاتو له کرونا سره د غلبې فرصت له لاسه ورکړی دی. پر دې سربېره بیا هم له مهمو پرېکړو سره مبارزه کولای شو. موږ او زموږ مشرانو اوسنۍ پرېکړې او انتخابونه، د کرونا وایروس د کړکېچ مهارولو او د قربانیانو په شمېر فوقالعاده اغېز لري.”
ګېټس د خپلې درې ګونې طرحې په لومړي پړاو کې، په امریکا کې د عمومي قرنطین اعلان کړی. د مایکروسافټ د مشر باور، د ځینو ایالتونو نه قرنطین یوه فاجعه ده. ګېټس په دې اړه ویلي: “خلک په آسانۍ سره تګ راتګ کوي، نو کرونا وایروس یې هم کولی شي. د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران باید خلک قرنطین کړي، چې د اخته کسانو شمېر کم شي. په ټوله امریکا کې ممکن، ۱۰ اونۍ وخت ونیسي چې د ناروغانو شمېره نزول وکړي. په دې مرحله کې هر ډول سرګردانۍ، کولای شي اقتصادي ستونزې زیاتې کړي، د کرونا د بېرته راتګ چانس زیات او د ډېرو خلکو د مړینې سبب شي.”
د مایکروسافټ بنسټګر له فډرال دولت څخه غوښتي، چې د معایناتو لړۍ چټکه کړي او هم د یو سیسټم په جوړولو مشخصه کړي چې کوم کسان باید لومړی معاینه شي. روغتیايي کاروکونکي او هغه کسان چې له کرونا وایروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. له نورو ژر معاینه شي. دې موضع ته په پام سره، د آزمایښت دویمه مرحله به د هغو وګړو معاینه وي چې زیاتې نښې لري او له خطر سره مخ دي.
درېیمه او وروستۍ مرحله، د راټولو شویو څېړنو او معلوماتوپه پام کې نیولو سره د کرونا وایروس د درملنې لپاره د واکسین او درملو موندل دي. بېل ګېټس د نړۍ له رهبرانو غوښتنه کړې، چې له غلط خپراوي څخه په ډډې دې، له هغوی سره مرسته وکړي.
تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۱،۲ میلیونه وګړي په کرونا اخته او نږدې ۶۵ زره تنه ترې مړه شوي دي.
سرچینه: BusinessInsider