ژباړه: نسیمه محمدي
که د ژور خپګان له ګواښ سره د مخکېدونکو خلکو له ډلې یاست، دا احتمال ډېر دی چې د ټولنیزو محدودیتونو له امله ناروغ شئ.
که څه هم په «ژور خپګان» بېلابېل نومونه اېښودل شوي، خو دا ناروغي نوې نه ده او د تاریخي متونو پر بنسټ، له ډېرې پخوا څخه له انسان سره مله ده او پېړۍ وخت ته اړتیا وه، چې خُلقي بدلون، چې شخص یې له ژونده ایسته، د روغتیا په ساحه کې د ناروغۍ په توګه وپېژندل شي.
سره له دې اوس هم په ډېری ټولنو کې د دې ناروغۍ روغتیایي لامل په رسمیت نه پېژندل کېږي. د ژور خفګان له نښو دا دي، چې ناروغ کس له داسې یوه حالته کړېږي چې شاوخوا خلکو ته د لمس وړ نه دی. د ژور غمجن احساس حالت، ناهیلي، بې پنایي، یوازیتوب او د برخلیک مبهم حالت، د نورو له لید ووینو او بهرنی لامل نه وي.
اوس نو فکر وکړئ چې دغو ټولو عواملو په رښتینې بڼه هم ناروغ او یا له ګواښ سره مخ کس، احاطه کړی وي.
د روان میلادي کال له پیل، د کورونا وبا له امله د نړۍ هېوادونه اړ شوي، چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره کړنلارې په پام کې ونیسي. که څه هم دې حللارو پراخه ساحه پوښله، خو مشترک ټکی یې یو و او هغه «ټولنیز واټن» او له نورو سره له اړیکو ډډه کول.
د ټولنیزو اړیکو کمښت، ډېری وګړي د دوی له ملاتړو ډلو لرې کړي دي. کارځای، دوستانه تګراتګ او کورنۍ اړیکې، له خپه خلکو څخه سپمول شوې دي.
ژور خپګان مزمنه ناروغي ده چې ځينې وختونه تر لسیزو پورې هم ناروغ نه پرېږدي او د درملنې په اسانه ګڼلو، د ژوند د شرایطو د بدلېدلو، روحي ضربې او دېته ورته لاملونو سره، ممکن جوړ شوی یا د ناروغۍ د ښهوالي په دوره کې بېرته د اوج نقطې ته لاړ شي.
اوږدمهاله کوربندي، د نابېړنیو روغتیایي خدمتونو د ناروغانو لاسرسی ستونزمن کړی، لکه اروایي درملنې ته اړ ناروغان. په دې موده کې ډېری ناروغانو خپل اروایي مشاوران له لاسه ورکړل او اړ شول، چې له ناحضوري لارو چارو ګټه واخلي.
د درملنې طریقې د درملنیزو درملنې سره په موازې توګه د دې ناروغانو لپاره له لاسرسي ووتل. د درملنې ډلهییزې درملنې، سپورت، په سیالیو کې ګډون او ټولنیز فعالیتونه چې د درملنې یوه برخه او یا د درملنې د ټیم له لوري د ژور خپګان د کنټرول لپاره توصیه کېږي، د اوږدې مودې لپاره لغوه شوي دي.
د ناروغۍ د تشدید عوامل، لکه اضطراب/ وېره او بېثباتي، د ژور خپګان د میلونونو ناروغانو د درملنې چارې ځنډنۍ کړې دي.
ویل کېږي چې د ژور خپګان پر وخت، ماغزه د عادي چلند وړتیا له لاسه ورکوي او ناروغ کس د شاوخوا چاپېریال په اړه خپل واقعي درک نه لري.
په پایله کې، دا ګواښ شته، چې د کورونا وبا پر وخت، د څو برابره اروايي، شغلي او اقتصادي زیات فشار منل، د جدي ستونزو سره د مخ کېدلو او د ځانوژنې په څېر عمل ته مخه کول و اوسي.
د روغتیا نړیوال سازمان له وړاندوینو سره سم، په اوسنیو شرایطو او تر ۲۰۳۰م پورې د کورونا وبا ځنډېدل به، د نړۍ په سطحه په ژور خپګان تر ټولو زیات شمېر وي.
که په ژور خپګان د اخته کېدلو له امله له لوړ ګواښ سره مخ یئ، یا هم دې ناروغۍ ته د ورتګ په منځلاره کې یئ، له خپل روغتیاپال سره اړیکه مه پرې کوئ یا له نږدې کسانو وغواړئ، چې د ناروغۍ په درملنه کې مرسته وکړي.
ممکن رسنیز خبرونه د کورونا وایروس په مخنیوي کې ګټور وي او له دې امله رامنځتهشوی سترس د بېخوبۍ یا د پرېشانۍ سبب شي. که ناروغ یا ناروغۍ ته مستعد شخص درسره ژوند کوي، د هغه تر مخ د کورونا وایروس له ډېر تعقیب او د مړینو یادولو ډډه وکړئ.
که ناروغ د مرستې وس لري، هڅه وکړئ د ورځني ژوند مهالوېش یې، لکه په مشخص وخت له خوبه ويښېدل او د کور معمولي چارو ترسره کولو ته، تغییر ورنه کړئ.
ژور خپګان د بدن پر دفاعي سیسټم د فشار لامل ګرځي او په ناروغۍ د اخته کېدلو چانس، لکه کووويډ- ۱۹ زیاتوي. په ژور خپګان له اخته کس څخه د ناروغۍ زېږوونکو عواملو په وړاندې څو برابره زیاته ساتنه وکړئ.