د کرونا وایروس په اړه څېړونکی ډاکټر (بېنګ لیو) ووژل شو!

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: نسیمه محمدي

د امریکا د «پيتسبورګ» پوهنتون چینايی استاد، چې د کرونا وایروس د منشأء په اړه یې څېړنه کوله، ووژل شو.
د امریکا CNN خبري شبکه د سیمه‌ییزو پولیسو په حواله وايي: “د پیتسبورګ پوهنتون استاد، بېنګ لیو جسد، د یکشنبې په سهار په داسې حال کې چې په سر او څټ کې یې مرمۍ خوړلې وې د نوموړي په کور کې پيدا شو.”
د CNN د خبر له مخې، د قاتل جسد هم د لیو د کور مخې ته په موټر کې موندل شوی دی. د پولیسو په وینا حمله کوونکي د لیو له وژلو وروسته، خپل ځان هم ویشتلی.
د پولیسو چارواکي وايي، چې قاتل او مقتول سره پېژندل.
download (1).jpg
د پيتسبورګ پوهنتون د چاپېریال پېژندنې په ډله کې د لیو همکارانو CNN ته وویل، چې نوموړي غوښتل په نېږدې وختونو کې د (حجروي میکانیزم د درک) په اړه، چې د کرونا وایروس له امله د انتاناتو زمینه ساز دی، د څېړنې پایله خپره کړي.
د پيتسبورګ طبي پوهنتون غړو، خپل پخوانی همکار(لیو) د یوه پیاوړي څېړونکي او مربي په توګه ستایلی او ژمنه یې کړې، چې د هغه پیل کړې څېړنه پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرو ورځو کې د امریکايي او چینايي چارواکو ترمنځ، د کرونا وایروس د منشأء په اړه زیات بحث او جنجالونه شوي. امریکايي چارواکي چین متهم بولي، چې کرونا وایروس د دې هېواد په لابراتوارونو کې جوړ شوی او په اصطلاح (انساني منشأء) لري.
څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل: “زیات شواهد شته، چې ښيي، دا وایروس د چین د وهان له لابراتوارونو څخه خپور شوی.
سرچینه:Independent

1 Comment

  1. امکان شايد ولرې چې ويروس په لابراتوار کې جوړ شوې وې ځکه چې غوښتل ېې چې خپل نفوس کنترول کړې او دا ورته د نفوسو دکنترولولو يوه ښه لار کيداې شې اوبل دا چې نه ېې غوښتل چې خپل مملکت دنړې په وړاندې کم راشې چې لامل ېې نورو هيوادو ته هم سارې شې ځک که يوازې چين دا ويروس وې نو دنړيوالو ستوزو سره مخ کيدل او محدوديتونه ورته ټاکل کيده

Comments are closed.