ماشومان په کرونا نه اخته کېږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

څو نظرونه شته چې ولې په ماشومانو کې دا ناروغي لږ ده، خو متخصصان په دې هکله قطعي ځواب نه لري.
د ردینګ پوهنتون ویروس پېژندونکي پروفیسور ایان جونز وویل: “د ځینو دلایلو له امله، چې تر اوسه روښانه نه دي، ویل کېږي چې ماشومان دا سخت ویروس نه نیسي. په بل عبارت ماشومان په کمزوري ناروغي اخته کېږي چې نښي نه لري او که په دې ویروس اخته هم شي، نو نښي به یې ډېرې کمزورې وي، نو ځکه اړتیا نشته چې دا ډول ناروغ ماشومان ډاکټر یا روغتون ته بوځو، همدې لپاره په هکله یې راپورونه هم نشته.”
ناتالي مک د لندن پوهنتون مدرس هم د دې نظر سره مافقه دی.
د ماشومانو د پینځو کلو څخه پورته او د نوي ځوانانو د معافیت سیسټم پورته وي او کولای شي د دې ویروس سره مبارزه وکړي، نو ځکه که دا ویروس یې وهم نیسي ډېر عادي به وي، او ښکاره کېږي نه.
د دې لامل ښایي رخصتي هم وي، ځکه کله چې په چین کې دا مرض خپور شو هغه وخت د چین د مکتبونو او ټولو ځایونو د رخصتي وخت وو. او له رخصتۍ وروسته هم استادانو یې پړېکړه وکړه چې همداسې رخصتي دې وي.
لویانو به پر رخصتیو سربېره هم خپلو ماشومانو ته پاملرنه کوله او په کوم کور کې چې یو لوی کس په دې ناروغي اخته شو، نو هغه ځای ته یې ماشومان نه پرېښول، نو ځکه په ماشومانو کې د دې ویروس خطر کم دی، خو که دا وضعیت همداسې دوام پیدا کړي او ډېر وګري ونیسي، نو ښایي چې حالت به بدل شي چې تراوسه پورې معلومه نه ده.
اندرو فریمن د کاردیف پوهنتون متخصص وویل: “داسې نه ده چې ماشومان په ټوله کې له دې ویروس څخه په امان کې دي، خو دلیل دا دی چې ماشومانو کې یې نښې لږ وي او یا هېڅ نه معلومېږي. او بل لامل دا دی چې ماشومان د تنفسي سیسټم او همداسې نورې ناروغۍ نه لري او که چېرته کوم ماشوم ونیسي، نو له ډېر ډېر ژر ترې لویانو ته لېږدول کېږي.
په چین کې هم څېړونکي او ډاکټران پر همدې فکر و چې دا ناروغي به ډېر ماشومان ونیسي، خو داسې ونه شول، ځکه چې د لور معافیت سیسټم درلودونکې دي.