د کرونا په اړه ناسم باورونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
  • ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

موږ ټول له کوم وخته چې کرونا ویروس پیدا شوی په همدې فکر کې یو چې کرونا ویروس د مخنیوي لپاره څه ګټور دي او څه نه او هر څوک چې هر څه ووایي، د دې لپاره چې موږ دې ناروغي ته وارخطا یو، نو هغه کار ترسره کوو.
مګر باید پر دې پوه شو چې کوم کار سم دی کوم خواړه ګټور دي که نه؟
دلته ځینې ناسم باورونه دي چې تاسو ته یې وایو.
۱ـ د لیمو اوبه: زیاتره وګړي وایي چې د لیمو اوبه څښل د کرونا په لمنځه وړلو کې ګټور دي او همداسې داسې نور ډېر خوراکي مواد یې ښودلي، خو دا خبرې له هغه وخته پیل شوې کله چې یو چینایي پوه یوه ویډیو خپره کړې وه او ویلي وو چې د لیمو اوبه ستاسو لپاره بدې نه دي، په حقیقت کې ټول سبزیجات ګټه لري او ستاسو د بدن د روغتیا لپاره ضروري دي او هم درسره د صحت په برخه کې مرسته کوي، خو د ویروس د لېږدېدلو څخه مخنیوی نه کوي.
۲ـ د غوماشې نېش: ډېری وایي چې د غوماشې نېش کولای شي، چې ویروس در ولېږدوي. کېدای شي داسې نورې ناروغۍ ولېږدوي، خو هېڅ داسې څه نشته چې ښکاره کړي چې د غوماشې نېش کرونا ویروس لېږدوي، ځکه چې دا یوه تنفسي ناروغي ده، د ټوخي او پرنجي له لارې لېږدول کېږي، نو تر ټولو ښه کار دا دی چې له نورو سره اړیکه ونه نیسو او لاسونه هر وخت پرېمنځو.
۳ـ ځینې فکر کوي چې کله وینه ورکړو، نو د کرونا لپاره به مو هم ټست وشي، خو داسې نه ده، ځکه ډاکټران دا اجازه نه ورکوي او نه هم داسې وایي چې وینه ورکړی بیا به مو د کرونا تسټ هم کېږي یا نه کېږي او نه هم د وینې له لارې ویروس لېږدول کېږي.
۴ـ بل د خلکو غلط باور دا و چې دوه ګیلاسه خاکشیر اوبه څښل کرونا ویروس په دریو ورځو کې لمنځه وړي، خو اصلاً د دې خبرې د اثبات لپاره داسې کوم ثبوت نشته.
نو باید هر څه له ځانه خپاره نه کړو، ځکه د خلکو د فکر د ګدوډولو سبب کېږي، باید یوازې د ډاکټرانو سپارښتنو ته پام وکړو.