د کرنټین د مراعاتولو لپاره د هندي پولیسو بېساری اقدام

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
  • ژباړه: نسیمه محمدي

په هند کې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د ۲۱ ورځني ګرځبندیز په تعقیب، د ترافیکو یو پولیس افسر د وایروس په اړه د خلکو د پام اړولو لپاره په زړه‌پورې هڅه کړې.
راجِش بابو، د تامیل نادو ایالت د چنای ښار، د ترافیکو پولیس په دې ورځو کې د کرونا وایروس په بڼه محافظتي خولۍ پر سر کړې، چې د مسافرانو لپاره یو اخطار وي، چې په کورونو کې پاتې شئ.
دا خولۍ یوه سیمه‌ییز هنرمند، ګوتام جوړه کړې ده. نوموړي د هند «اېژین نیوز انټرنشنال» ته وویل، په داسې حال کې چې پولیس ۲۴ ساعته هڅه کوي چې خلک په کورونو کې پاتې شي او بهر ته له تګ سره دا وایروس خپور نه کړي، لیدل کېږي چې ډېری خلک کوويډ- ۱۹ چندانې جدي نه نیسي.
نوموړي وړاندې وویل چې له همدې امله یې د دا ډول خولۍ جوړولو پرېکړه کړې او زیاته یې کړه: “دا فکر راولوېد او د ماتې شوې محافظتي خولۍ او کاغذ څخه مې کار واخیست. یو شمېر بروشرونه مې چمتو او شعارونه مې پرې ولیکل او پولیسانو ته مې ورکړل.
راجِش بابو هم په دې اړه ویلي: “موږ ټول هڅه کوو، خو خلک بیا هم سړکونو ته راوځي. د همدې لپاره د کرونا ډوله خولۍ خلکو ته وښوده، چې پولیس په دې برخه کې جدي دي. د دې خولۍ سره غواړو متفاوته کړنه ترسره کړو. کله چې دا خولۍ پر سر کوو، خلک د کرونا وایروس په فکر کې لوېږي. خصوصاً ماشومان سخت غبرګون ښيي او غواړي چې کورونو ته یې له ځانه سره یوسي.
د راجِش بابو په وینا د پولیسو دې اقدام تر اوسه ښه غبرګون درلود.
د مارچ د ۲۸ مې د راپور پر اساس، په تامیل نادو کې په کرونا وایروس د اخته وګړو  ۳۸ پېښې ثبت شوې، چې له دې ډلې ۶ یې بهرنیان دي.
د هند د روغتیا وزارت د مارچ په ۲۷مه په ټول هند کې د کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۷۲۴ تنه ښودلې، چې ۱۷ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
 
سرچینه: انډېپېنډنټ