ژباړه: عطا محمد میاخېل
نقد او نیوکه د ژوند یوه اړینه برخه ده، تاسو د ماشومتوب له دورانه، د نورو نقد او نیوکې زغملي دي، له هغو نیوکو څخه نیولې چې ستاسو په لیک او لاس لیک باندې کېدې، له نورو سره د چال چلند او خبرو په ډول پورې او داسې نور… له دې نیوکو څخه ډېری یې جوړونکې او له تاسو سره مرسته کوي، چې پوه شئ، څه تېروتنې او کمزورتیاوې لرئ او د دې سبب شوي، چې په تاسو باندې د نیوکو د له منځه وړلو لپاره په لارو چارو پسې لاړ شئ، خو ځینو دې نیوکو تاسو سخت ځورولي یاست او ستاسو شخصیت ته یې سپکاوی کړی دی او هغه مو د ښکاره سپکاوي په توګه ګڼلې دي.
کله چې ستاسو وار را رسېږي، ترڅو په کوم چا باندې نیوکه وکړئ، نو باید هڅه وکړئ، چې نظر مو د مقابل لوري له شرایطو سره برابر وي. با ادبه او همغږی اوسېدل، له تاسو سره مرسته کوي، چې شاوخوا خلک مو د هغه کار په اړه چې کوئ یې او د هغه چلند په اړه چې لرئ یې، ښه احساس ولري او په تاسو باندې ښه اغېزه وکړي.
څنګه نیوکه وکړو، پرته له دې، چې بې ادبه ښکاره شو، خپله خبره وکړو؟
رښتیني واوسئ
په پیغور او کنایه ویلو سره، په هېچا باندې مهرباني نه کوئ. که هڅه وکړئ، چې نیوکه مو په خپلو اشارو کې پټه کړئ او یا له دې څخه بد، دومره څنګلوري لاړ شئ، چې اصلي مطلب ورک شي، یوازې خپل مقابل لوری سر درګمه کوئ یا ورته سپکاوی کوئ، په بدل کې یې هڅه وکړئ، چې له وېرې او اندېښنې پرته، خپله موخه بیان کړئ. د بېلګې په توګه: که وینئ، چې د یوه کارمند جامې مو له هغې غونډې سره مناسبې نه دي، کومه چې په مخکې یې لرئ، مه وایئ:( ډېری انسانان کله چې داسې ځایونو ته ځي، خوښېږي یې، چې په بشپړه توګه مسلکي او ښکلي ښکاره شي). په بدل کې یې ووایئ: ( فکر کوم، چې جامې مو د دې مراسمو لپاره مناسبې نه دي ). خپله نیوکه او خبرې د هغو ټکو پر بنسټ جوړې کړئ، کومې چې د دې لیکنې په دوام یې تاسو ته وایو.
روښانه او واضحې خبرې وکړئ، نه ګونګې او مبهمې
څه وغواړو او څه ونه غواړو، په هر حالت کې نیوکه سپکونکی چلند تر سترګو کېږي. لکه داسې څیزونه: ته دا کار په سمه توګه نه ترسره کوې، واضحه نه ده، له دې امله کولای شي د کار هر اړخ را ونغاړي. د بېلګې په توګه: که کوم کس په یوې پېچلې پروژې باندې د کار کولو په حال کې دی او تاسو وایئ: په بشپړه توګه دې ناسم ترسره کړی دی، هغه ډېر زیات بد احساس پیدا کوي، ځکه تاسو نه یوازې د هغه ټولې هڅې او کوښښونه مو له پامه غورځولي، بلکې رامنځته شوې نیوکې یا ستونزې ته مو اشاره هم نه ده کړې، په بدل کې یې هڅه وکړئ، تر کومه ځایه، چې شونې ده، د رامخته شوې موضوع په اړه په واضحه او روښانه توګه خبرې وکړئ. غوره ده، چې د خپله ستونزې په یادولو سره بسنه وکړئ.
په رامنځته شوې ستونزه باندې تمرکز وکړئ، نه په شخص باندې
ښایي په پیل کې یوه آسانه او ښکاره ستراتیژي تر سترګو شي، خو حیرانېږئ، که پوه شئ، چې ډېری خلک دا تګلاره نا لیدلې نیسي. په مستقیمه توګه په یوه شخص باندې نیوکه کول، تل هغه ناخوښه او هغه ته بد احساس ورکوي او په هغه کې د مثبت بدلون لپاره، کومه لېوالتیا او انګېزه نه رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه کولای شئ ووایئ: (هغه مشتري، چې تېره اوونۍ موږ ته راغلی و، د سپارښتنې لپاره یې کوم اقدام ونه کړ، ځکه له یو بل سره مو چې کومې خبرې اترې درلودې، هغه یې نه و قانع کړی).
په دې بیان سره، پرته له دې، چې مقابل لوري ته مو کوم سپکاوی کړی وي، یا پوهه او چلند مو یې تر پوښتنې لاندې راولئ، نوموړی د هغه کار په اړه، چې تر سره کوي یې لاپسې هوښیار او دقیق کوئ او هغه ته انګېزه ورکوئ، ترڅو په ده باندې د نیوکې په حل لارې پسې لاړ شي، نو هڅه وکړئ، چې د نیوکې فضا نرمه، مثبته او موخه لرونکې کړئ.
په خپله نیوکه کې له منفي کلمو څخه ګټه مه اخلئ
د هر کار د ترسره کولو لپاره، معمولاً تګلارې شتون لري، چې ځینې یې له نورو څخه غوره دي او دا کومه عجیبه چاره نه ده. د بېلګې په توګه: که په بشپړه توګه ډاډه یاست، چې یو له همکارانو څخه مو، د سازمان سیاستونو ته په بې پامۍ سره، یوه ستره غلطي کړې ده، پرځای د دې چې هغه ته په مستقیمه توګه ووایئ، چې غلطي دې کړې ده او نیوکه مو په بحث او شخړې باندې بدله کړئ، هغه ته ووایئ، چې په کومو نورو غوره تګلارو سره یې هم کولای شول، خپل کار ترسره کړي.
د ستایلو لپاره یو څه پیدا کړئ
ښایي د ساندویچ د تخنیک په اړه مو اورېدلي وي. دا تګلاره سپارښتنه کوي، چې نقد او نیوکه مو د ستاینې په پوښ کې ونغاړئ او وړاندې یې کړئ. ښایي فکر وکړئ، چې اړتیا نه شته په دقیق ډول همداسې کړنه ترسره کړئ، یانې لومړی یوه ستاینه، وروسته نیوکه او له دې وروسته بیا یوه ستاینه او بس! خو له مقابل لوري څخه ستاسو دا ستاینه له تاسو سره مرسته کوي، چې د نیوکې د تریخوالي او تیزوالي مخه ونیسئ او دا ښکاره کړئ، چې ستاسو موخه یوازې مرسته کول دي، نه رټنه او سپکاوی. د بېلګې په توګه: که یو له کارمندانو څخه مو معمولاً دا هېروي، د لومړي پېر د سپارښتنې لېست تاسو ته درښکاره کړي، کولای شئ ووایئ: ( ته ډېر ښه معلومات خپلې حافظې ته سپارې، حیرانېږم، چې ولې دا هېروې، چې د خرید لېست ماته را ښکاره کړې، سر بېره پردې، له تاسو څخه مننه کوم او در نه خوشاله یم، چې زما سپارښتنې دې په وخت سره ترسره کړې.
امر مه کوئ، وړاندیز وکړئ
که لوړ مقام ولرئ، وسوسه را پارونکی دی، چې نیوکه مو د امر کولو په چوکاټ کې وړاندې کړئ، د بېلګې په توګه: ته باید سر له ننه دا کار هغسې ترسره کړې، چې زه یې وایم. دا تګلاره ستاسو د ځواک او غوره والي ښکارندویي کوي او مقابل لوری اطاعت او بدلون ته اړ کوئ او کله وخت له شرایطو سره سم ښه پایله هم ورکوي. که له مقابل لوري سره ستاسو اړیکه لږ څه ښه او دوستانه وي، نو غوره ده، چې نرمه تګلاره غوره کړئ، هڅه وکړئ، پرځای د دې، چې امر وکړئ، وړاندیز وکړئ. د بېلګې په توګه ووایئ: (زه فکر کوم، که دا کار په دغې تګلارې سره ترسره کړې، نو ډېره ښه او غوره پایله به ترلاسه کړې).
په مثال سره خبرې وکړئ
که په خپل دوست، همکار، کارمند او یا هم په خپل زوی باندې نیوکه کوئ، ډېره ښه ده، چې په مثال سره خبرې وکړئ. دا تګلاره له تاسو سره مرسته کوي، لکه څنګه مو چې وویل امر مه کوئ او په روښانه او واضحه توګه خبرې وکړئ. که همکار مو ګډه خونه ګډوډوي، نظم او ترتیب یې نه دی زده او یا هم ورته پام نه کوي، کولای شئ ووایئ: (پرېږده، چې در زده یې کړم، چې څنګه دا خونه منظمه کړو). د نیوکې او خبرو کولو پرځای ښوول او ترسره کول، په ډېری مواردو کې د مقابل لوري د چلند د ښه والي لپاره، تر ټولو غوره لاره ده.
مناسب موقعیت پیدا کړئ
په کوم چا باندې د نورو په وړاندې نیوکه مه کوئ. تل دا غوره ده، چې مقابل لوري ته مو لږ وخت ورکړئ او له تېروتنې وروسته ژر تر ژره نیوکه مه کوئ. د دې کار لپاره یو وخت وټاکئ، چې هم تاسو او هم مقابل لوری مو هوسا او آرامه وي، په ټولیزه توګه په یاد مو وي، د نورو په وړاندې هڅونه وکړئ او په یوازې توب کې نیوکه.
یوازې خبرې کوونکی مه اوسئ، خبرې اترې وکړئ
یوازې په خپله خبرې مه کوئ، مقابل لوری مو خبرو اترو ته را وبلئ، د هغه خبرو ته هم غوږ ونیسئ او دلایل یې واورئ. تاسو باید خپل مقابل لوري ته دا احساس ورکړئ، چې خبرې یې اورېدل کېږي او باورونه یې د درنښت او احترام وړ دي. دا فضا د دې سبب ګرځي، چې هر نقد او نیوکه آسانه او اغېزمنه شي.
په هغه څه باندې نیوکه وکړئ، چې کېدونکی وي
دا مه هېروئ، چې له سمې او جوړونکې نیوکې څخه ټولیزه موخه داده، چې له یو چا سره غوره مرسته وشي، نو باید د هغه څه په اړه نیوکه وکړئ، چې کېدونکی وي، نه د مقابل لوري له اختیار او کنټرول څخه بهر. که په هغه څه باندې نیوکه وکړئ، چې د مقابل لوري په توان پوره نه دی، نو هغه ته ډېر بد احساس پیدا کېږي، ځکه نه شي کولای، چې کوم کار وکړي، حتا که واقعاً زړه یې وغواړي.
خپل هیجاني وضعیت وارزوئ
مخکې تر دې، چې نیوکه وکړئ، لومړی خپل هیجاني وضعیت وارزوئ، آیا غوسه او خپه یاست؟ که داسې وي، خبرې مو په داسې ډول پیل کړئ، چې بحث او اختلاف را پارونکې نه وي. لږ صبر وکړئ، ترڅو په داسې شرایطو کې مېشت شئ، چې نیوکیزه خبره مو وکولای شي اغېز وښندي. ښه ده، چې د مقابل لوري هیجاني وضعیت هم وارزوئ، که غوسه او ناکراره دی، نو هغه ته فرصت ورکړئ، ترڅو آرامه شي او خپل کنټرول ترلاسه کړي.
فرضیه جوړونه مه کوئ
نیوکه مو نباید، ستاسو د شخصي فرضیه جوړونې پر بنسټ وي. له هغه څه سره سمه نیوکه وکړئ، چې پوهېږئ رښتیا دي او له خپلې ذهني نظر جوړونې سره، لاس و ګرېوان شوي نه یاست. نیوکه کول د هغې فرضیې پر بنسټ، چې په خپل ذهن کې مو جوړه کړې ده، نه یوازې مقابل لوري ته بد احساس ورکوي، بلکې تاسو هم یو بد انسان ښکاره کوي، په ځانګړې توګه، که معلومه شي، فرضیه مو ناسمه وه.
مهربان واوسئ
هر کله مو چې وغوښتل، په کوم چا باندې نیوکه وکړئ، نو له ځانه وپوښتئ، چې څنګه کولای شم خپلې خبرې پیل کړم، چې خبرې او کلمې په مثبته بڼه ولېږدول شي. ډېری کسان په ډېرې سختۍ سره کولای شي، نیوکه ومني، نو هڅه وکړئ، تر کومه ځایه، چې کولای شئ، مهربان او په پایله کې اغېز ښندونکي واوسئ. که د نیوکې کولو پرمهال مهربانه اوسېدل ستاسو لپاره سخت او ستونزمن کار دی، بسنه کوي، چې مقابل لوري ته د درنښت په سترګه وګورئ، ترڅو هغه د خپلې مهربانۍ وړ وګڼئ.
مقابل لوري ته درنښت کول، یوه اړتیا ده
سمه او جوړونکې نیوکه د مقابل لوري شخصیت ته له درنښت کولو سره مل ده، کلمې مو په ډېر احتیاط سره وټاکئ او خبرې مو برید کوونکې نه وي. له ( تا څخه تل … ) یا ( ته هېڅکله ) څخه ګټه مه اخلئ او خپل هیجانات له نیوکې سره مه مله کوئ. دا تل په یاد لرئ، مقابل لوری مو، چې هرڅوک دی او هره تېروتنه یې چې کړې ده، د درنښت وړ انسان دی.