لیکنه: بهار سمسور
کریکټ لوبه، د لوبڅارانو د پرېکړو پر مټ مخکې ځي،کله هم چې د دوه لوبډلو تر منځ لوبه تر سره کیږي،نو کریکټ نړیواله شورا بیا ورته د لوبڅارانو ځانګړې ډله تیاروي.د اوټ فیلډ،دریم لوبڅار،مېچ ریفري،هم خدمتي اضافي لوبڅار،دوی مسؤلیت لري،څو په موقع سره خپله دنده پر مخ یوسي.
لوبڅاران د کریکټ نړیوالې شورا سره میاشتنی معاش او هم د لوبو فیس تر لاسه کوي.
په مجموع کې د ازمایښتي (پینځه ورځینۍ)لوبې د لوبڅارانو مېچ فیس ۳۰۰۰ ډالر ،د یو ورځینۍ لوبې لپاره ۲۰۰۰ او د شل اوریزه لوبې لپاره ۱۰۰۰ ډالر د لوبې فیس تر لاسه کوي.د دې تر څنګ د لوبڅارانو لپاره کریکټ نړیواله شورا ټاکلی میاشتنی معاش هم لري،چې له ۳۵۰۰۰ ډالرو نیولې آن تر ۴۵۰۰۰ زر ډالرو پورې رسیږي.دا لوبڅاران د کال په جریان کې له اتو ــ لس پورې ټېسټ،له لس ــــ پنځلس پورې یو ورځینۍ او همدومره شل اوریزه لوبو کې ودریدلي دي.
موږ به درته د کریکټ نړیوالې شورا د هغو لوبڅارانو لېست وړاندې کړو،چې دا وخت د لوبڅارانو په لومړۍ کټګورۍ کې دي او تر نورو ډېرې پیسې تر لاسه کوي.
۱: ریچارډ کیټ بروف
دی د انګلستان له یارکشیر سیمې سره تعلوق لري،یو پیاوړی او پوه لوبڅار هم دی.نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې د کریکټ نړیوالې شورا سره د لوبڅارنې پر دنده وګمارل شو او تر دې وخته یې په ۵۸ ټېسټ،۸۳ یو ورځینیو او هم ۲۲ شل اوریزه لوبو کې لوبڅارنه کړې ده،پر همدې حساب نوموړي په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام او هم ۲۰۱۷ کال د ای سي سي په چمپینز ټراپي پای لوبه کې لوبڅارنه وکړه.ریچارډ د ۲۰۱۵ کال د نړیوالې شورا غوره لوبڅار جایزه هم ګټلې ده.
۲: ریچارډ ایلینګورت
دا هم له اره د انګلېنډ له یارکشیر سیمې دی،ده هم په ۲۰۰۹ کال له ریچارډ سره په یوه موقع د کریکټ نړیوالې شورا د لوبڅارنې اعزار تر لاسه کړ،ایلینګورت هم تر دې وخته په ۴۲ ټېسټ،۶۵ یو ورځینیو او هم ۱۶ شل اوریزه لوبو کې لوبڅارنه کړې ده.نوموړی هم د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام په زیاتره لوبو کې د فیلډ لوبڅار و،په وروستي ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې ایلینګورت د لومړي سیمي فاینل لوبڅار دنده هم اجرأ کړه.دی د کال کم و زیات ۳۵۰۰۰ مېچ فیس تر لاسه کوي.
۳: ماریس ایراسموس
له جنوبي افریقا سره تعلوق لرونکی ایراسموس د لوبڅارنې ښه شالید لري،په ۲۰۰۶ کال کې د نړیوالې شورا د لوبڅارانو په ډله کې شامل کړل شو.دی په ۵۵ ازمایښتي،۹۰ یو ورځینیو او ۲۶ شل اوریزه لوبو کې ولاړ دی،کم و زیات د کال عادی پیسې یې ۳۵۰۰۰ ډالر مېچ فیس جیب ته راځي.
۴: کمار دهرماسینا
له اسیا/سریلنکا څخه دی،چې با حوصله او ښه لوبڅار دی.ده د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام په لړ کې لوبڅارنه پیل کړه او تر دې مهاله ښه ثابت شوی هم دی.دهرماسینا د عصري کریکټ عصري لوبڅار هم یادیږي،تر دا وخته یې ۶۰ ټېسټ،۱۰۳ یو ورځینۍ او هم ۲۲ شل اوریزه لوبې مدریت کړي دي.
کمار د وروستي ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د جنجالي پای لوبې څارونکی و او د شپږ منډو د ورکړې پرېکړه هم ده وکړه،چې اکثریت یې ملاتړ کوي،اما لږکي یې بیا نقدوي.دی د کال لکه د نورو په څېر ۳۵۰۰۰ ډالرو پورې پیسې تر لاسه کوي.
۵: این ګولډ
له سره تعلق لرونکی ګولډ یو له خوش مزاجه اشخاصو یو دی،۲۰۰۶ کال کې یې له نړیوالې شورا سره د لوبڅارنې دنده پیل کړه،تر دې وخته یې ۷۴ ټېسټ، ۱۴۰ یو ورځینۍ او ۳۷ شل اوریزه لوبو کې لوبڅارنه اجرأ کړې او ښه ثابت شوی، چې ۳۵۰۰۰ کلنۍ حق الزحمه یې جیب ته راځي.
۶: بروس ایکسنفورډ
نوموړی د اسټرالیا هېواد پخوانی لوبغاړی، خو اوسنی د نړیوالې شورا شپږم نمبر لوبڅار دی.۲۰۰۸ کال د کریکټ نړیوالې شورا سره د لوبڅار دنده یې پیل کړه،تر دې وخته په ۵۵ ټېسټ،۹۵ یو ورځینیو او ۲۰ اوریزه لوبو کې لوبڅار شوی،چې د دغو لوبو د مېچ فیس سره ۳۵۰۰۰ کلنۍ پیسې جوړوي.
۷: پاول ریفیېل
دا هم د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی دی،چې په خپل اووه کلن کریکټ تاریخ کې یې ۳۵ ټېسټ او ۹۲ یو ورځینیو لوبو کې لوبیدلی دی،چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د نړیوالې شورا د لوبڅارانو په نوملړ کې خان ثبت کړ.تر دې وخته یې ۴۳ ټېسټ ۶۸ یو ورځینیو او هم ۱۶ شل اوریزه لوبو کې لوبڅار شوی دی،چې د کال ۴۵۰۰۰ ډالر بچت لري.
۸ :نیجل لینګ
نوموړی له انګلستان سره تعلق لري،چې په کورنیو لوبو کې لوبیدلی دی.په ۲۰۰۶ کال کې د کریکټ نړیوالې شورا سره د لوبڅارانو پر دنده ګمارل شوی او تر دې وخته دا دنده اجرأ کوي.
لینګ ۵۶ ټېسټ، ۱۲۸ یو ورځینیو او هم ۳۲ شل اوریزه لوبو کې یې لوبڅارنه کړې ده.
دی د نړیوالې شورا دریم نمبر لوبڅار دی او دی هم ۴۵۰۰۰ کلنۍ نغدي ګټه لري.
۹ : بیلې بووډن
نویزلینډی بووډن په ۲۰۰۵ کال کې د لوبڅارنې پر دنده وګمارل شو،۸۴ ازمایښتي، ۲۰۰ یو ورځینیو او ۲۴ شل اوریزه لوبو کې لوبڅار پاتې شوی.بووډن هم کلنۍ ۴۵۰۰۰ نغده ګټه لري.
۱۰: عالیم دار
عالیم دار هم په لوبڅارنه کې ښه تجربه او نوم لري.دار یوازینی/اولینی پاکستانی لوبڅار دی،چې د کریکټ نړیوالې شورا سره په ۲۰۰۴ کال دنده پیل کړه.۱۲۶ ټېسټ،۲۰۶ یو ورځینیو او هم ۴۲ شل اوریزه لوبو کې لوبڅارنه تر سره کړې،عالیم دار هم د کال ۴۵۰۰۰ ډالر اخلي.